افغان سفیر شهزاد آریوبي له رادومیر یهودا سره

تاند — د چک جمهوریت لپاره د افغانستان سفیر شېرزاد آریوبي نن چارشنبه /د تلې ۸مه/ په پلازمېنه پراګ کې د دغه هېواد د دفاع وزارت سرپرست مرستیال رادومیر یهودا سره وکتل.

په پراګ کې د افغانستان د سفارت په فیسبوک پاڼه خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي چې افغان سفیر ښاغلي آریوبي او د چک جمهوریت د دفاع وزارت مرستیال ښاغلي یهودا د افغانستان او چک جمهوریت تر منځ د دفاعي او اقتصادي همکاریو په هکله خبرې وکړې.

اعلامیه زیاتوي چې د چک جمهوریت د دفاع وزارت دغه جیګپوړي چارواکي افغان سفیر ته ډاډ ورکړ چې چک جمهوریت به په نژدې راتلونکي کې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۲ کالونو لپاره د همکارۍ او مرستو کڅوړه اعلان کړي.

همدارنګه، افغان سفیر آریوبي او د چک جمهوریت د دفاع وزارت مرستیال یهودا په دغه هېواد کې د افغان پیلوټانو د روزنې د دوام او یاد پروګرام ته د انکشاف ورکولو په هکله خبرې اترې وکړې.

چک جمهوریت له ۱۳۹۴ کال راهیسې د متحده ایالاتو په مالي مرسته افغان پیلوټانو ته روزنه ورکوي، او په یوه وروستۍ جوپه کې ۲۲ تنو افغان پیلوټانو د دغه هېواد د هوایي زده کړو په پوهنتونونو کې خپلې زده کړې بشپړې کړې چې ویل کیږي ژر به د افغان هوایي ځواکونو له لیکو سره یوځای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *