تاند — د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمان د دغه هېواد لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر شهزاد آریوبي باولیک ومانه.
په پراګ کې د افغانستان د سفارت په فیسبوک پاڼه خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي، «د پراګ ارګ ته په رسېدلو سره، افغان سفیر ښاغلي آریوبي ته تشریفاتي قطعه وړاندې شوه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت ملي سرود وغږول شو، او د قطعې له معاینې څخه وروسته نوموړی د تشریفاتو د مسؤلې او د افغان دپلوماتانو په بدرګه د ولسمشر دفتر ته لاړ.»
اعلامیه زیاتوي، «افغان سفیر د خپل باورلیک د وړاندې کولو په مراسمو کې وویل چې نوموړی د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په چک جمهوریت کې د سفیر او فوق العاده استازي په توګه ټاکل شوی او هیله لري چې د چک جمهوریت ولسمشر به یې باورلیک ومني. له مراسمو څخه وروسته، د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر شهزاد آریوبي د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمان سره په یوه جلا ناسته کې وویل، افغانستان له چک جمهوریت سره له څو لسیزو راهیسې تاریخي اړیکې لري، چک جمهوریت له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ کړي، او دوی یې قدر کوي.»
په پراګ کې د افغانستان د سفارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې د سفیر آریوبي له قوله ویل شوي، «د افغانستان حکومت له وسله والو مخالفینو سره د سولې کولو لپاره یوه جامع تګلاره لري، د ولسواکۍ د ساتنې لپاره کار کوي، د ښځو حقونه یې خوندي کړي او په افغانستان کې داسې باعزته سوله غواړي چې د افغانانو او نړۍ والو خیر په کې وي. نوموړي د چک جمهوریت ولسمشر ته د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو او په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د ترهګرۍ په اساس روانې پالیسۍ په هکله هم معلومات ورکړل.»
د افغانستان سفارت وایي چې چک ولسمشر افغان سفیر ته د خپل حکومت له لوري د ملاتړ او د افغانستان حکومت سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ، افغانستان یې د چک جمهوریت یو نژدې دوست وباله او ویې ویل چې د افغانستان د حکومت او د ولسواکۍ د ملاتړ په برخه کې باید کار وشي.