د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ ګنده چشمې سیمې ته د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې له لورې د نږدې ۱۴ میلیونو افغانیو په لګښت (۵،۱) پنځه اعشاریه یو کیلو متر سړک د جوړولو چارې پیل کیږي .
د کلیو پراختیا او بیارغاونې رئیس انجینرجان محمدحکمتجو وایي دغه سړک چې د دشتې ټوپ څخه به د چک ولسوالۍ تر ګنده چشمې سیمې پورې دی،چارې به یې د روانې میاشتې په شلمه نیټه پیل شي .
هغه زیاته کړه،د دغه سړک د جغل اندازۍ چارې به د وحید سلطاني شرکت له لورې د ۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي .
په ورته وخت کې د بهسودو په مرکزي ولسوالۍ کې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت ۵ حلقې د پاکو اوبو څاه ګانې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې،چې شاوخوا دوه سوه کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.
نوموړی همدا راز په سیداباد ولسوالۍ کې د کابل ـ غزني لویې لارې سړک څخه د یادې ولسوالۍ د خړیانو سیمې لپاره د (۶،۱) شپږ اعشاریه یو کیلو متر سړک له منظورۍ څخه هم خبر ورکړ،چې چارې به یې ډېر ژر د یوه شرکت له لورې پیل شي .
د کلیو پراختیا رئیس د میدان ښار په کهنه خمار سیمه کې د نهه متره پل له منظوریدو هم خبر ورکړ،چې په وینا د لومړنیو چارو تر بشپړېدو وروسته به یې چارې پیل شي .
نوموړی یاد معلومات د ولایت مقام د ادارو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې چې د میدان وردګو سرپرست والي په مشرۍ جوړه شوې وه وکړې.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د کلیو پراختیا ادارې له کړنو څخه ستاینه وکړه او همدا راز یې د یو شمېر ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې په پسرلني موسم کې د نیالګیو کینولو لپاره پلان جوړ کړي .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر