جوزیف ستالین
د جوزف ستالین په هکله ویل کېږي چې د سیاست په څنګ کې، خورا زړور او بریالي پوځي قوماندان هم و. راویان لیکي چې ستالین د دوهمې نړیوالې جګړې د تورو لوخړو او سرو وینو په حمام کې، خپل اسیر سرتیری زوی، له دوو نازی اسیرو جنرالانو سره تبادله نه کړ او ځکه یې دویمه نړیواله جګړه وګټله!

مؤرخین لیکي چې په روسیه کې د نازي پوځونو د فتوحاتو او پرمختګونو په اوج کې، د جوزف استالین هغه نازولی زوی چې د شوروي اتحاد د نورو اتباعو په څېر یې، پوځي جامې اغوستې وې او بې له کوم امتیازه، د جګړې په ډګر کې حاضر و، نازیانو ته په لاس ورغي.

تاریخ وایي چې نازیانو غوښتل ستالین له خوږ ګوتې ونیسي او د زوي په تبادله کې، هغه دوه نازی جنرالان تر لاسه کړي چې مخکې شوروي پوځونو نیولي او انقلابي محکمې ته وړاندې کېدونکي وو.

مورخين وایي چې ستالین دا وړاندیز ونه مانه او وې ویل چې زه دومره ساده نه یم چې یو سرتیری په دوو جنرالانو تبادله کړم!

نازیانو ته ووایاست چې زه جنرالان په دار ځړوم او ستاسو خوښه چې زموږ له اسیرانو سره کوم چلند کوئ!

دا خبره مې تر دې پورې ولیکله چې تېره جمعه د ثبات او همپالنې ټیم، په کابل کې د ملیوني(!) لاریون تابیا کړې وه.

په یوه ولسواکه ټولنه کې هر څوک، هرګوند، هر قوم، هر مذهب او هره کړۍ بشپړ حق لري چې د خپلو روا او قانوني غوښتنو له پاره، اعتصاب وکړي، لاریون وکړي، مرکې وکړي، پاڼې ووېشي او حکام تر ګریوانونو ونیسي؛ خو شرط به دا وي چې دولتي قوانین او مقررات به مني، له مدني حرکتونو څخه به د کلاشنکوف فرهنګ د خپراوي له پاره کار نه اخلي، عامه ملکیتونو ته به زیان نه رسوي، د هېواد وسله والو ځواکونو ته به درناوی ساتي او خپلې غوښتنې به د کلام د عفت او ټولنیزو اخلاقو په رڼا کې مطرح کوي.

د ثبات او همپالنې ډلې د دې لاریون په درشل کې، په ټولنیزو رسنیو کې داسې غوښتنې لاندې باندې شوې چې خلک دې هغه وخت په داسې لاریونونو کې برخه واخلي چې د دې ټاکنیز ټیم د مشرانو، ښاغلو داکتر عبدالله عبدالله، جنرال دوستم، خلیلي، محقق، احدي، حاجي دین محمد، مرستیالو پاچایانو سعادتي او فرهمند، نادري کورني او نورو هغه ذواتو زامن او لورانې دې، په دې لاریون کې برخه واخلي چې د همدې دولت په سیوري کې، په تېرو اتلسو کلونو کې په ملیونرانو بدل شوي او د غضب، قراردادونو، مناصبو او امکاناتو له لارې، ټولو دنیوي لذایذو ته رسیدلي او په خورا مزو چړچو کې ډوب دي.

د افغانستان خلک او په تېره بیا ځوان نسل ته ویل په کار دي چې د هغه مشرانو یا چارواکو پسونه مه جوړېږي چې دنیا او مافیها او ټول خوندونه او لذتونه یې یوازي په ځان پیرزو دي؛ خو تاسو ته د فاطمیونو لواوې جوړوي چې په سوریه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسئ، دلته مو د جبهېاتو لومړیو کرښو ته استوي او په لاریونونو کې چیغې درباندې وهي؛ خو ګټې یې یوازي دوی ته رسی!

دې قومي- مذهبي سوداګرو د قومونو او مذاهبو له نومونو څخه، د ځانونو د مادي ګټو له پاره ډالونه جوړ کړي.

ګورئ دا به انصاف نه وي چې د تش په نامه رهبرانو زامن په تودو خونو کې، په پالنګونو پراته وي، په زره موټرو کې وګرځي، د سهار د چایو له پاره دی لس ډوله خواړه ولري او دوه درجنه بې مغزه باډیګارډان دی پهره ورته ولاړ وي؛ خو د بېوزلو زامن دي په سهارنیو سړو کې زنده باد، مرده باد چغې ووهي!

یه خلکو ګورئ دا به انصاف نه وي چې د داسې لاریونونو ماسپښین مهال، تاسو وږي، تږي، ستړي او نهر خپلو جونګړو ته روان وئ؛ خو د رهبرانو زامن دی د اماراتو په بزنس کلاس کې، دوبۍ ته الوځي چې غربي او عربي نجونې به ورته په تمه وي!

یه خلکو ګورئ دا به هېڅ عدالت نه وي چې د ډېرو دې تش په نامه رهبرانو زامن او لورانې دی په لندن او پاریس او توکیو کې دیپلوماتان وي؛ خو ستاسو په ګېډه نهر زامن دې، د دې بې قوله او بې لفظه خلکو له پاره چیغې ووهي او یا توري وباسي!

البته دا خبره یوازي د ثبات او همپالنې ټیم په مشرانو او سیاسي سوداګرو پورې اړه نه لري، ډېر نور حضرات هم همداسې دي، د ډېرو مشرانو زامن او لورانې په دې هېواد کې نشته. ډېر دا خلک خپلو اولادونو ته دنیا، درس، تعلیم، ورزش، دیپلوماتیک مناصب، قراردادونه، سره او سپین او سیر او سیاحت غواړي؛ خو د بېوزلی ولس بچیان د لاریونونو لومړنیو کرښو ته لېږي چې د دوی د سیاسي ګټو له پاره چیغې ووهي او منصبونه ورته وګټي!

نو ای ځوانانو سترګې وغړوئ، د قوم، مذهب، سمت او تنظیم له لومو څخه ووځئ. دا لومې سیاسي سوداګرو جوړې کړي. دوی تاسو په همدې نومونو تېر باسي؛ خو ګټې خپله کوي!

همدا نن خپل وجدان قاضي کړئ او بیا په دې خونړیو څېرو فکر وکړئ چې خپلو ځانونو او اولادونو ته څه غواړي او په تاسو څه پیرزو کوي؟!

په تحقیق سره الله جل جلاله نه بدلوي حال د هغه قوم؛ تر څو یې دوی په خپله تغییر نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *