د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!
په ټوله نړۍ کې دا یوه منل شوې خبره ده چې: چیرې چې ښونکی وي، هلته ډیوې وي، هلته رڼا وي او چیرې چې ښونکی نه وي، هلته نه ډیوې وي او نه د رڼا څرک.
یو وار مې په کابل کې د بي بي سي د تعلیمي پروژو(نوی کور، نوی ژوند) د خپرو کړو کتابونو له ډلې نه یو کتاب ولید چې عنوان یې و: «چیرې چې ښوونځی نه شته» دا کتاب مې واخست، له کابل نه مې اروپا ته، ډنمارک ته له ځان سره راوړو، ومې لوست، ګټور کتاب و او د لوستلو پر مهال مې ټولې هغه سیمې لکه بریښنا له نظره تیریدي چې د تورو غرونو دیوال ور نه را تاو و او له هغه دیوال نه بل خطر ناک د نا پوهۍ غیر مريي دیوال مې هم ور نه را تاو لیده، چې هغه سیمې په کې را ګیر دي.
دا چې چیرې ښونځی نه وي، غمیزه ده، خو اوس چې میډیا ثابته کړې ده چې په همداسې سیمو کې لا یوه ښځینه ښوونکې هم نه شته. دا نو باید داسې و انګیرل شي چې:
اوس خبره نوره هم پسې شړیدلې، چاړه له غوښې ور تیره او هډوکو ته رسیدلې ده.
اوس د ښوونځي د نه شتون کیسه پر ځای پاتې ده، خبره د ښونکو نه شتون ته رسیدلې ده، مانا دا چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په ډیرو پښتني سیمو کې لا یوه ښځینه ښونکې هم نه شته.
که یې د نه شتون په دلایلو پسې لټه وشي بیا هم دا خبره مخې راځي چې: «څه ژرنده پڅه او څه غنم لامده» یعنې څه دولت جان؟ ملامت او څه هم د ټولنې او خلکو وروسته پاتې والی. په دولت کې د ښې او سالمې ادارې نه شتون دا زمینه برابره کړیده چې معارف د قاتل او غله په لاس کې وي. د معارف پیسې د دولت لوړ پوړو چارواکو په بډه وهلې دي او د خلکو د نا پوهۍ غم، خلک د کوم شي په لومه کې را بند دي چې هغه غیرت؟ نومیږي. یعنې دې غیرتیانو دومره د غیرت په ډندونو کې لمبلي دي چې یوه ښځينه تنفس کونکې هم، ښونځي او پوهنځي ته د تلو په نامه له کوره د باندې نه پریږدي؛ نو چې له کوره یې د باندې نه پریږدي؛ ښونکی، ښونځی، پوهه او پوهنځی خو کور ته ورتلای نه شي.
نو وه ماما! وه کاکا! وه پلاره! وه وروره! وه…!!! زه څه درباندې وکړم؟ «چې نه ځې په شا به دې کړم، چې نه خورې څه به دې کړم؟»
د ۲۰۱۶ کال د می میاشتې په دولسمه نیټه مې د بي بي سي په پښتو او فارسي ویبپاڼو کې دا سر لیکونه تر سترګو شول:
ــ پکتیکا یوه ښځینه ښونکې هم نه لري،
ــ پکتیکا؛ ولایتی بدون معلم زن،
ــ د پکتیکا نژدې نیم میلیون وګړو ته یوازې یوه متخصصه ډاکټره،
ــ د تورخم دروازه نن په دویمه ورځ هم تړلې وه،
خدای حاضر دی خولې را باندې را ماتې شوې، وشرمیدم او ځان را ته له یوه سپین واښه نه هم سپک ښکاره شو. هڅه مې وکړه چې د «خود سانسورۍ» په سلسله کې ځان غلی ونیسم او ځان تیرباسم، خو و نه توانیدم. ځان سره مې و ویل چې سړیه د دې په مسؤلیت کې خو ته هم شامل یې.
په پکتیکا کې د یوې ښځينه ښونکې نه شتون، د لویې پکتیا یا لویې پکتیکا د نیم میلیون وکړو له پاره یوه ښځینه متخصصه او د دومره لویو او وړو ډله، ډله نا روغانو سره هم مهاله:
«د تورخم دروازه نن په دويمه ورځ هم تړلې وه»
نو د لویې پکتیا دا لوی والی په څه شی کې دی چې د الف بې د زدکړې له پاره یو ښځینه ښوونکی او یو د عادی ناروغ له پاره ډاکتر نه شته. داسې نه ده چې د هغې سیمې د ښخینه وو سرونه له وښو ډک دي او څه نه شي زده کولای، نه هغوی د «غیرت؟» په نامه له کوره د باندې نه پریښودل کیږي چې څه زده کړي، بیا ښونکی او ډاکتر ور نه جوړ شي.
دلته دی چې دا ثابتیږي چې غیرت او لوی والی یعنې د ښځینه مخلوق په کور کینول، له سواد او تعلیم نه یې را ستنول او بیا پر ټولو مریضانو باندې د غیرت د بې غیرتۍ تور ټیکری غوړول، پردي ملک ته یې بیول او د تداوۍ له پاره هغوی ته هم پیسې ورکول، هم غاړه ور ته پټول او هم زارۍ ور ته کول، دا شو غیرت !!
د غیرت د توري پاسنی تفسیر نور نا سم دی، اوس زمانه بدله شوې، هر څه بدل شوي دي، له تکنالوژۍ سره افکار او عیني ژوندون هم بدلون موندلی دی؛ موږ ته هم اړینه ده چې د زمانې له بدلون سره ځان بدل کړو، د پخواني غیرت او پخوانیو افکارو له دایرې نه ځان را وباسو. دا غیرت نه دی چې موږ خپل نوی نسل، په تیره نجونې له زدکړو را ستنوو. د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم غیرت باید داسې تعریف شي: په هره کورنۍ کې چې ډیر تعلیم کړي ځوانان او پیغلې وې، هغه کورنۍ تر ټولو نورو دا غیرتي کورنۍ ده.
خو موږ دا څو پیړۍ لګیا یو د نا پوهۍ د تورو افکارو په دایره کې خپلې«ښځګلې» له زدکړو او تعلیم نه را ستنوو او هغه ته د غیرت نوم ورکوو.
زما وړاندیز خو دا دی چې:
ــ که د غیرت له نیلي نه را کوز شو او د سواد زدکړې، تعلیم ، ښونځي او پوهنځي دروازې وټکوو، دا به ډیره ښه وي،
ــ د لویې پکتیا له ډیر تکرار نه که لږ را ټیټ شو او د واړه ښونځي په حویلۍ کې د یو عادي سواد توری تکرار او زده کړو او خپل بچي د ښوونځي په لور ولیږو، څه موده وروسته به مو په کلي کور او ښار کې د ښونکو او ډاکترانو ډلې ګرځي.
ــ د لویوالي او غیرت له دنګو منارو نه باید را ښکته شو او د تعلیم په واړه انګړ کې د سواد او پوهې ګدايي وکړو. دا به ډیره ښه وي، دا د رڼا پر لوري قدم اوچتول دي.
د غیرت مانا داسې نه ده چې څوک د خپلې کورنۍ ښځینه مخلوق له درس، تعلیم، ښوونځي او پوهنځي نه را وګرځوي، که له رواني پلوه او څه چې زموږ په تاریخ کې موږ ته زموږ جغرافیاي موقعیت او زموږ د ټولنې وروسته پاتې والي، د غیرت په نامه را په برخه کړي دي، کیدای شي هغه داسې تعریف شي:
«… افغانانو د خپل سیاسي اقتصادي موقعیت له امله خپل ناموسي حریم (ښځینه او کوچنیان)، عقیدوي حریم (مقدس ارزښتونه) اقتصادي حریم (زمکه ، کور او څاروي) له ګواښ سره مخامخ لیدل، د همدې لپاره به یې ټول عمر د دغو مهمو حریمونو د ساتلو لپاره د (غیرت) حس او غریزه عمومي کوله.
د ارواپوهنې له نظره غیرت د خصوصي حریم د ساتلو عقده او پټ ځواک دی چې د تاوتریخوالي لپاره غبرګوني ځواک رامنځته کوي. د غیرت غوښتنه دا وه چې د حریم ساتلو لپاره باید وسله په لاس کې وي، په دې توګه وسله د غیرت نښه وګڼل شوه او په وسله سنبال نارینه تر ټولو غیرتي نارینه ګڼل کېده.»
سره له دې چې ما د نوي نسل د روزلو په موخه د خپلو لیکلو مقالو په ډیرو برخو کې، د دې غمیزې له پیښیدو او رسوا کیدو نه لا پخوا، دې موضوع ته اشارې کړې وې. ما(آصف بهاند) د ۲۰۱۰ کال په نهمه میاشت کې د «اور او ګلان» تر سر لیک لاندې مقاله خپره کړه او په هغې مقالې کې مې دې موضوع ته ګوته نیولې وه چې که ښونځي او تعلیم نه وي، پایله به یې څه وي. څو کرښې یې دا دي:
«وګورئ ! که ښه حقیقت ته ځیر شو، بهرنیو هیوادونوته یې د کفر له ډاره نه لیږو، د وچوغرو لمن کې د قهریدلي شنه یا وریځ آسمان تر چتر لاندې، یا د پسونو، وزو او خرو په لکۍ پسې ټول عمر تیرولو سره خو د نوي عصر، نوي علوم زده کیدای نه شي او کله چې مو نوي علوم او فنون زده نه وي، نو له تمدن سره به بیګانه او له کاروان څخه به یې ډیر وروسته پاتې اوسو، بیا نو نه پښتنو ته څه کولای شو او نه هم پښتو او نه هم پښتني فرهنګ ته.
له بده مرغه زموږ ښوونځي د کفر په تور یا سوځول کیږي او یا الوزول کیږي، ښوونکي او زده کوونکي مو يا په ډزو ویشتل کیږي یا حلالیږي او یا په دار ځړول کیږي. پښتنو د «نوکالج، نونالج» علمي مسا له هیره کړې ده. پخوابه روسی سکاد راکټ هم په پښتني سیمو لګیده او اوس بي دوه پنځوس ډوله الوتکه هم په پښتني سیمو بمونه غورځوي او وایي چې موږ اسامه لټوو، امریکایانو ستن په کاهدان کې اچولې او وایي چې موږ ستن لټوو. همدا اوس د جګړې ټول زور په پښتني سیمو او پښتنو باندې دی، آ خوا هم پښتون وژل کیږي او دا خوا هم.
دغه راز له بده مرغه زموږ د دودیزې ټولنې ویاړ د علم او تمدن په ارابه پسې ځغا ستل نه دي، بلکې د دین په لمن پورې زوړندیدل دي، دا خبره د دې مانا نه لري چې په علم پسې تلل دې د دین د هیرولو په مانا وانګیرل شي. خپله دینداري به هم کوو او د علم زده کړه به هم نه هیروو.»
خو بیا هم باید غلي کینننو او د خپل مسولیت د بار د دروند والي په اندازه یو څه و وایو او یو څه وکړو، که بل څه نه شو کولای، حد اقل خپل غږ خږ وباسو.
په همدې سوچونو کې ډوب وم او پاڼې اړولې، چې په فیسبوک کې د تعلیم د عامیدو د یو لوی پلوي، ښاغلي رحمت الله تنها یو لیکلی مطلب مخ ته راغی چې د غیرتیانو؟ پر نا سمو او کږو لارو باندې د تګ انځور په کې ایستل شوی او په استادانه ډول نقد شوی هم و،
دغو غیرتیانو؟ ته د قلموالو، روڼ اندو او چیز فهمه قشر خولې او ستوني وشکیدل چې د خدای پار دی د غیرت په دغه ډنډ کې خوسا کیږئ، ور نه را و وزئ، خو چا ته وايي. د همدې چیغو، نارو، سورو یوه بیلګه د استاد تنها خبرې دي چې د همداسې خلکو په آدرس یې لیکلې دي، دا یې بشپړ متن دی:
«پښتون لالا غږ مې اورې که د اسرافیل شپېلی درته وغږوم ؟؟؟
زما استاد ډاکټر صیب غوري وايي په لویه پکتیا کې پوهنتونونو ته څېرمه د نجونو ښایسته او نوې لیلیې جوړې شوي خو یوه پښتنه پېغله په بسم الله نه پکې پیدا کېږئ، ټول د لرو پرتو سیمو ازبکې، تاجکې او هزاره خویندې محصلینې پکې اوسي، همدا حالت په لوی کندهار او لوی ننګرهار هم حاکم دی. دا تاجکې، ازبکې او هزاره پېغلې به فارغې سي، خپلو کلیو ته به ولاړې سې، هلته به نورې پېغلې تحصیل ته وهڅوي، بلاخره به دا سیمې ټولې باسواده سي، له معلمه نیولې تر ډاکټر او انجنیر به ټولې پکې وي خو ستا پېغله به په خوشایو کې پیدا، په خوشایو کې را لویه او په غوجله کې مړه سي. دا ټول ځکه چې ته غیرتي یې او خپل پت، غیرت او شمله د خوشایو په سمبالښت کې وینې!
پښتونه ! ایکې یوه لسیزه دې بله هم پکار ده، نور له خیره سره نابود یې، تباه یې، برباد یې، دا د ننګ او غیرت شمله به دې ډېر ژر له سره را کښته او د جولایتوب په پار تر ملا وتړې مړه دې وي بېغرته غیرتیان!»
خو پښتون غیرتي یې نه اوري، ښاغلي تنها له دې نه هم په تنده لهجه حقیقت په عین آدرس په مخ کې ور ته ایښی دی، وګورئ:
« دووس خو نو ښکر نه لري!
په خپل کور او کلي کې ښوونځي او پوهنځي ته تلونکې نجلۍ فاحشه او کافره ګڼي خو خپله ناروغه تور سري يې بیا په لاس ګاډي کې د تورخم پر پوله پکیستاني ډاکټر ته ور روانه کړې وي
مړه دې وي بېغرته غیرتیان!»
سره له دې چې د دوی په اصطلاح مسلمان ورور؟ پاکستاني دا دوې که درې ورځې د تورخم دروازه ور ته تړلې ده او د غیرتي پښتون مریضه ښځه، بوډا پلار او په نسناستي خوارځواکۍ اخته ماشوم د تړلې دروازې تر شا د پاکستاني ملیشه رحم ته خوله جینګه جینګه کوي، خو خپله خور، خپله لور او خپله لمسۍ د غیرت په وجه درس ته نه پریږدي، او د خپل جهالت له مخې نه غواړي چې په خپل کور، کلي او ښار کې یې ډاکترانې، نرسانې او ښوونکې و رورزل شي چې دی خپله او د ده غیرت له سوال زارۍ او مرګ نه خلاص شي، نه! ده ته له هر څه نه خپل غیرت ډیر عزیز دی او ارزښت ور ته لري.
غیرتي لالا؟ د غیرت منارې لوړوي، تر سیوري لاندې یې ډانګ په لاس کیني، خور، لور او لمسۍ له تعلیم، ښوونځي او پوهنځي نه را ګرځوي او په دې ډول په خپل کور کلي او ښار کې د ډاکترانو، ښوونکو او … مخه نیسي؛ چې غیرت یې داغداره نه شي، خو بله ورځ یې خپله مریضه ښځه، خپله مریضه مور او نا روغه لور په شا کړي وي او پردیو ډاکترانو ته یې د مداوا له پاره په عذرونو سره ورولي، خو هغوی یې دروازې پر مخ ور تړي.
دا هم د غیرت پایله!!!
د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې
له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!