ښځې د ماشوم سر په ټټر پورې نیولی و. دباندې چې به ډز شو دې به کوچینی نور هم زړه ته رانژدې کړ.هلک په سوري شوي چت کې سپینې راځوړنده بوریا ته کتل چې د توربخونو لرګیو مخې ته ځلیده.

په غولي کې څرپی شو. ښځې د کړکۍ د پرې شوي پلاستیک څنډه په ګوته لږ پورته کړه. وسله وال د دیوال له بیخ سره ولاړ وو. ښځې خپل پوړنی د کوچیني پر سر واچاوه. هلک چیغه کړه او له چیغي سره سم وسله وال کوټې ته راننوتل. ښځه ځای پر ځای ودریده. یو سړی رامخته شو، په ټیټ غږ یې پوښتنه وکړه:

  • څه شول؟

ښځې په پوړیدلي غږ ځواب ورکړ:

  • څو..ک؟

وسله وال ټوپک د ښځې پر سر کیښود:

  • ووایه

هلک د ټوپک شپیلۍ ته لاس ورواچاوه او ویې خندل. وسله وال په ټوپک ښځه ټیله کړه. دا له دیوال سره ولګیده. ماشوم چیغي کړې. د باندې د کلاشینکوفونو پر له پسې ډزې شوې. وسله وال په منډه له کوټې ووتل.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *