تاند- افغانستان، پاکستان او چین موافقه وکړه چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو په ټولو اړخونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د خبرواترو یا دیالوګ بهیر پیل کړي.
دا خبرې به په ځانګړي ډول پر اقتصادي همکاریو متمرکزې وي.
د پاکستان دولتي راډیو وویل چې دا موافقه نن /یکشنبه/ د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ترمنځ په اسلام اباد کې وشوه.
د چین د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې پرون /شنبه/ په کابل کې له افغان مشرانو سره خبرې کړې وې.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، دا موافقه هم وشوه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیز کړکېچ د کنټرول میکانیزم به جوړېږي چې د دوو هیوادونو ترمنځ د هرراز بیړنۍ قضیې د حل کولو لپاره سمدستي او اغېرمن تفاهم وکړي.
د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره په اسلام اباد کې په ګډه خبري غونډه کې وویل، افغانستان، پاکستان او چین همداراز د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د شرایطو د برابرولو لپاره د څلور اړخیزې ډلې پر بیا احیا سلا وکړه.
د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیزې ډلې خبرې تېر کال وروسته له دې په ټپه ودرېدې چې پاکستان خبرو ته د طالبانو د حاضرولو یا له خپلې خاورې د طالب مشرانو د ایستلو د ژمنې له عملې کولو دډه وکړه.
پاکستان په ځلونو په افغانستان کې د خپلې نیابتي جګړې لپاره د وخت اخیستلو لپاره نړیوالو ته داسې ښودلې چې طالبان خبرو ته راولي خو وروسته شا ته شوی دی.
د چارو کتونکي وايي، په اوس وخت کې چې پاکستان د امریکا تر فشار لاندې دی او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په نوې جوړېدونکې ستراتیژۍ کې پاکستان ته، چې د جګړې د دوام اصلی عامل ګڼل کېږي، پام زیات اړول شوی، ممکن دغه هیواد بیا د وخت د ضایع کولو په لټه کې وي.
د پاکستان د دولتي راډیو په وینا، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د پاکستان د کلکو ګامونو ستاینه وکړه.
ښاغلي وانګ يي د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان له ولسمشر، د ملي امنیت سلاکار او بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.