تاند: چین له امریکا غوښتي چې پر تاییوان د وسلو پلورلو قرارداد لغوه کړي.
د امریکا حکومت تازه پر تاییوان د وسلو د پلور منظوري ورکړې ده خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا دې پر تاییوان د جنګي ټانکونو، د الوتکو ضد توغندیو او د ۲اعشاریه ۲ ملیارده ډالرو په ارزښت د نورو وسلو په بیړني ډول لغوه کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ ویلي، پر تاییوان د امریکا وسلې خ خرڅول رڅول د واحد او ستر چین د اصولو خلاف کار دی او دا د چین په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا دی.

د شوانګ په خبره که امریکا چین سره اړیکې خرابول نه غواړي او د تاییوان خلیج کې امنیت غواړي نو له تاییوان سره دې پوځي اړیکې پرې کړي او وسلې دې پرې نه خرڅوي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او چین اوساکا ښار کې د جي ۲۰ هیوادونو د غونډې پر مهال د خپلمنځي اړیکو په نرمولو هوکړه کړې وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *