فریدون خوځون

په افغانستان کې پیل شوې جګړه اوس یوازې د افغانستان په جغرافیې پورې محدوده نه ده. بلکې اوس دا اور سیمې ته پراخ شوی او په سرعت سره نور هم د پراخېدو په حال کې دی. تر دې حده چې اوس یې د پاکستان، چین، هند، روسیې، منځنۍ اسیا او ایران اندېښنې هم را پارولي دي.

که له نن نه پینځه کاله وړاندې د افغانستان ستونزې ته د یوې کورنۍ ستونزې په سترګه کتل کېدل ـ البته له پيل دا ستونزه کورنۍ نه وه، خو ځینو سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالو قدرتونو ورته د کورنۍ ستونزې په سترګه کتل ـ مګر نن دا ذهنیت بدل شوی دی.

اوس د افغانستان هغه دریځ په عمل کې خپل حقانیت ښيي، چې ویل یې دا ستونزه زموږ کورنۍ ستونزه نه ده، بلکې له بهره پر افغانستان تحمیل شوې جګړه ده او که مهار نشي؛ نو یوه ورځ به د دې جګړې د تمویلوونکیو لمن هم سوځوي. نن ټوله نړۍ د دې شاهده ده، چې په افغانستان کې د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو په مرسته بل شوی اور د هغوی په لمن پورې ور رسېدلی دی.

اوس د دې بل شوي اور مړه کېدل نه یوازې دا چې د افغانستان په وس نه دي، بلکې د پاکستان له توانه هم وتلی کار دی. په دې برخه کې د پاکستان هر ډول لاپې شاپې یوازې له افغانستان نه د امتیاز اخیستلو او پر دغه هېواد د خپلو غوښتنو منلو لپاره دي.

پاکستان لا هم چمتو نه دی، چې د افغان طالبانو پروژه له لاسه ورکړي. همدې پروژې پاکستان د اټوم بم خاوند کړ او همدا پروژه وه، چې پاکستان یې لکه لنګه غوا په نس موړ وساته. پاکستان د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو، د افغان بهرني سیاست د کنټرول او د اسلام اباد په واک کې د افغان بازار ورکولو غوښتنې د همدې جنګي ماشین د فعاله ساتلو پر مهال کوي. که چېرې دا جنګي ماشین ودرېږي په هېڅ صورت پاکستان نشي کولای چې پر افغانستان فشار راوړي.

پاکستان له طالبانو او نورو وسله والو ډلو نه په ملاتړ سره غواړي چې افغان حکومت کمزوری وساتي. له همدې امله ده، چې پاکستان د افغان سولې په اړه هر اقدام تخریبوي، د ځان په انحصار کې یې ساتي. تل یې افغان حکومت په تشو ژمنو تېر ایستلی دی.

اوس باید ټولې خواوې په دې پوه شوې اوسي، چې په سیمه کې د روان کړکېچ د حل یوازینۍ لاره د یوه سیمه ییز جوړجاړي او تفاهم له مخې رامنځته کېدای شي. په دې مانا، چې له طالبانو سره خبرې اترې یوازې او یوازې د سیمه ییز توافق له مخې پایله ورکولای شي. پاکستان په هېڅ صورت یوازې نشي کولای چې طالبان د خبرو اترو مېز ته کېنوي.

نه د پاکستان لنډمهالي او غرضي عملیات له ترهګرۍ سره د مبارزې ثبوت کېدای شي او نه هم د هغه هېواد د استخباراتي شبکې له لوري په پاکستان کې ځینې نندارییز بریدونه. لکه په پېښور کې چې په یوه پوځي ښوونځي برید وشو.

د دې خبرې ښکاره ثبوت په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد پر ضد پيل شوي عملیات دي. په دې عملیاتو کې پاکستاني پوځی یوازې او یوازې هغه طالبان په نښه کړل، چې د پاکستان ضد ول؛ خو افغان طالبان چې د پاکستان د لاسه له ګرځېدلي، له عملیاتو وړاندې یې خوندي سیمو ته لېږدولي او یوشمېر یې افغانستان ته را لېږدولي، چې وکولای شي په راتلونکي پسرلي کې د افغان حکومت خلاف جګړه وکړي.

پاکستان لا هم په افغانستان کې د جګړې د زیاتېدو هڅه کوي. فکر کوم دا به د نړۍ تر ټولو حماقت وي چې د خپلې اور اخیستې لمن د ژغورلو پر ځای لا هم خپلې لمنې ته اور ورته کوي او بیا د نورو د ژغورلو غږ هم پورته کوي. په حقیقت کې پاکستان د خپلې تباهۍ سند جوړوي.

په کار ده، مخکې له دې چې دا اور د سیمې نور هېوادونه هم لاندې کړي، مخنیوی یې وشي، مهار شي او د له منځه وړلو لپاره یې د سیمې ټول هېوادونه او ستر ځواکونه لاس په کار شي. په دې برخه کې د چین مرسته د اهمیت وړ ده.

چین هم لېواله دی چې د افغان سولې په پروسه کې مرسته وکړي. هغوی اوس دا حقیقت درکړی که چېرې اوسنی بل شوی اور چې په شدت سره مخ په پراخېدو دی، مړ نشي د چین لمنې ته هم رسېږي.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ویلي، چين د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو لپاره د خپل کوربه توب وړانديز کړى دى، خو په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه بايد افغان حکومت وکړي.

حکومت له وړاندې نه چین ته د منځګړیتوب رول اخیستو لپاره زړه ښه کړی دی. خو چین باید په دې برخه کې لومړی پاکستان رښتینې مرستې ته اړباسي. یوازینی هېواد چین دی، چې کولای پاکستان له دې پروسې سره همغږی کړي او یا یې د تخریب مخه ونیسي.

دغه راز امریکا هم له چین سره د سولې په برخه کې د مرستې لپاره همغږې ده او د چین ونډه یې ستایلې ده. که چین وکولای شي چې نور سیمه ییز ځواکونه لکه روسیه، هند، ایران او د سیمې نور هېوادونه هم له دې پروسې سره مرستې ته اړباسي، د دې کار ثمره به په عملي ډګر ښه وي. خو که چین هم یوازې او یوازې د پاکستان په تشو ژمنو باور کوي او د سولې راوستلو لپاره د پاکستان مرستې ته لاس تر زنې کېني، دا به د چین تاریخي تېروتنه وي. چین اوس له طالبانو سره مستقیماً تماس لري، ځکه څو ځلې طالب پلاوي له چین نه لیدنه کړې او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم چین له طالبانو سره ښې اړیکې لري.

بله دا چې په افغانستان کې جګړه د چین اقتصادي ګټې ګواښي، چین به په دې برخه کې له جدیت کار واخلي؛ خو دا به یې په ګټه وي چې په دې پروسه کې د پاکستان لاس حد اقل ته لنډ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *