لیکنه: نیازمحمد
په شلمه میلادي پېړۍ کي یوازي د فاشیستي بلاک هیوادونه ول چي په وړاندي یې د نړۍ زبرځواکونو؛ شوروي اتحاد او امریکا سلا یوه کړه او را ویې پرځول. تر هغه وروسته په نورو سیاسي کشمکشونو کي هیوادونه په یو ډول نه یو ډول یا په شوروي پوري تړلي ول یا د ناټو او امریکا د متحده ایالاتو په بلاک پوري. حتی د بې طرفو هیوادونو دولتونو لا په یو ډول نه یو ډول شوروي (سوویټیسټي) تمایلات درلودل.
د شوروي اتحاد د سقوط او د نړۍ تر یو قطبي کېدو وروسته، هغه هیوادونه، چي د سیاسي جوړښت له اړخه یې لا خپل پخواني سیاسي او اقتصادي سیسټمونه ساتلي ول؛ په یوې شدیدي سیاسي او اقتصادي انزوا کي را ګیر سول.
د افغانستان دیموکراټیک جمهوریت، شمالي کوریا، کیوبا او ویتنام یې ښې بېلګي دي، خو د هغو له جملې څخه کیوبا او شمالي کوریا لا تراوسه هم په انزوا کي دي. د یوویشتمي پېړۍ په لومړۍ لسیزه کي یوه پلا بیا په عربي نړۍ او جنوبي امریکا کي په پرله پسې ډول د سیاسي اوښتونونو لړۍ پیل سوه، د هغو له جملې څخه په سوریې او وینزویلا کي بدلونونه خپل تکاملي پړاو ته نه دي رسېدلي او هلته لا تضادونه سره په ټکر کي دي.
د وینزویلا د حاله به خبر یاست، چي په وروستیو کي د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې یاد هیواد په نړیوال مالي سیسټم کي د خپل نفوذ او ځای له لاري په لا شدیدي انزوا کي را ګیر او د یوې شدیدي اقتصادي فاجعې سره مخ کړ. د وینزویلا د بحران اصلي پېچلتیا داده چي وینزویلا غواړي د خپل زیات نفتي نعمت څخه د نفتو د لا زیاتو ملي کولو د سیاستونو د پلي کولو او لویو نفتي شرکتونو د اسهامو په را کمولو سره، نور د خپلو خلګو د اقتصادي رفاه او هوسایني کچه لوړه او د نفتو ترڅنګ د خپل هیواد د صنعت او ټکنالوجۍ په سکټورونو کي هم د پانګونو لپاره د مالي تمویل سرچیني پیدا کړي، خو د نیکولاس مادورو په مشرۍ د وینزویلا د حکومت دغه تګلاره چي د نفتو د تولید په برخه کي د لویو نفتي شرکتونو (چي اکثره یې د امریکا د متحده ایالاتو اړوند دي) ته زیان اړونکې ده او د نفتو د نرخونو د لوړوالي او د یادو شرکتونو د سهمونو د کموالي لامل ګرځي؛ ددې امله د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو د لا زیات مخالفت سره مخ سوه. البته، دغه ټکر یو څه پخوانۍ سابقه هم لري او د هغه مهال څخه دی چي هوګو چاوېز په وینزویلا کي واک ته رسېدلی وو او هلته یې یو لړ اصلاحات تر لاس لاندي نیولي وه.
په وینزویلا باندي د بندیزونو د لګولو او په نړیوال مالي سیسټم کي د وینزویلا د اعتبار اوکریډیټ تر خرابېدو ورسته دغه هیواد دا مهال د پیسو د پاړسوب د یو ډېر فجیع بحرانه سره مخ دی. ددغه بحران پر مهال، تېره میاشت د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو چین ته سفر وکړ او چین ورسره د ۵ میلیارډه ډالرو د مرستي هوکړه وکړه چي په مقابل کي به یې وینزویلا چین ته نفت صادروي. دا په یوه ډېر بد سیاسي او اقتصادي حالت کي د وینزویلا لاسنیونه وه چي د وینزویلا پر حکومت به یې احسان تر ډېره پروت وي. چین، د سوریې په بحران کي هم د بشارالاسد په ګته ښکېل دئ. د سوریې د حکومت د ډیپلوماټیک ملاتړ ترڅنګ چین د سوریې د بیارغوني لپاره د روسیې او ایران په ګډ بانک کي د برخي اخیستلو هوکړه هم کړې ده. دغه راز، د یو شمېر ریپورټونو له مخي په ادلب ښار باندي د جګړې د تیارۍ لپاره، یو شمېر چینايي اتباع هم تر سترګو سوي او ښايي چین په دې جګړه کي خپلي پوځي مرستي هم ونه سپموي. تېره میاشت، د چین ولسمشر د افریقايی هیوادونو سره د شپېته میلیارډه ډالري مرستي هوکړه لیک هم د افریقايی اتحاديې د رئیس سره لاسلیک کړ. که څه هم د افریقا د رغاوي بېخي ډېري پروژې د چین هیواد له لوري تمویل سوي، خو دغه مرسته به په افریقا کي د چین نفوذ لا زیات او ځای – ځایګۍ لا پراخ کړي. د چین او شمالي کوریا اړیکي له ډېري پخوا څخه هم وې، خو په نویو سیاسي بدلونونو کي به د شمالي کوریا د حکومت په لیدلورو او پالیسیو حتماً د چین اغېزه پرته وي. د شمالي کوریا رهبر د تېرو څو میاشتو په جریان کي دوه واره چین ته سفر کړی دی.
چین، په تېره میاشت کي د روسيې سره تر سړې جګړې را وروسته په تر ټولو پراخو نظامي تمریناتو کي هم ګډون وکئ.
دا چي د چین دغه لاس نیوني به د چین پر پرستیژ لا زیاته اغېزه وکړي او آیا چین به د یو بل ابر قدرت په توګه سر را پورته کړي، او نور هیوادونه به هم چي د یو قطبي نړیوال سیسټم پر ضد، د امریکا او د هغه د متحدینو په وړاندي سرکښۍ کوي؛ ور څخه ملاتړ وکړي او د ځان په شاوخوا به یې را ټول کړي؟ هغه پوښتني دي چي وخت به ورته ځواب ووايي، خو د چارو ډېر کارپوهان په دې باور دي چي که په همدې بیلانس باندي چین مخته روان وو؛ لیري نه ده چي ددې پوښتني ځواب به [هو] راوخېژي.