عزیزي بانک د افغانستان یو کامیاب خصوصي بانک بلل کېږي

تاند- چینايي بانکونو د افغانستان له اکثرو تجارتي بانکونو سره د ډالرو راکړه ورکړه درولې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د چین د مرکزي بانک دې پرېکړې له دغه هیواده، چې د افغانستان یو تر ټولو ستر واردوونکی ګاونډی دی، افغان سوداګرو ته ستونزې پېښې کړي او هغوی اوس په اسانه چینایانو ته د وارداتي جنس په وړاندې پیسې نه شي ورکولی.

د افغانستان بانک رييس نورالله دلاوري رویټرز خبري اژانس ته وویل:«چین یو مهم هیواد و چې افغاني بانکونو پیسې ورانتقالولې خو اوس یې بانکونو ته ویلي چې دا کار ونه کړي.

دلاوري وویل چې د چین دې پرېکړې د افغانانو پر سوداګرۍ سمدستي اغېز کړی دی.

افغانستان د خپلو لوېدیځو ملاتړکوونکو له فشار سره سره تراوسه پوري د پیسو مینځلو یا د پیسو د تطهیر د مخنیوي د قانون په تصویبولو کې بریالی شوی نه دی. دا قانون د نړیوالو نورمونو د پوره کولو لپاره ضروري دی.

همدې مسلې د بېلابېلو هیوادونو بانکونه د افغانستان له تجارتي بانکونو سره له سوداګرۍ راګرځولي دي.

د افغانستان بانک رييس ښاغلی دلاوري وايي، د چین اقدام د هغه میلان برخه ده چې په نړۍ کې د پیسو د راکړې ورکړې لپاره د افغانستان ستونزې زیاتوي.

ده همداراز وویل:«زموږ ځیني بانکونه په مستقیم ډول پیسې نه شي انتقالولی ځکه چې له دوی سره د امریکا په متحدو ایالتونو، اروپا، جرمني یا ترکیې کې معامله کوونکي بانکونه د پیسو راکړه ورکړه ورسره منع کړې ده.

اوس حتي له چین څخه د مال د واردولو لپاره د پیسو انتقال له ستونزو سره مخامخ شوی دی.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پیسو د تطهیر د مخنیوي لپاره د قانون په تصویبولو کې د افغانستان د حکومت پاتې راتلل دا معنا لري چې ممکن په جون میاشت کې د ایف اې ټي ایف له لوري په تور لیست کې شامل شي.

ایف اې ټي ایف یوه نړیواله مالي اداره ده چې د هیوادونو له لوري له پیسو مینځلو سره د مبارزې لپاره معیارونه ټاکي.

د افغانستان بانکونه د سږ کال له لومړیو څخه چې ایف اې ټي ایف ورته په تور لیست کې د شاملولو خبرداری ورکړی ستونزې احساسوي.

دلاوري وویل چې د افغاني بانکونو له لارې بهر ته د پیسو په انتقال کې خنډ هغو افغان محصلانو ته هم ستونزې پېښې کړي چې د بهرنیو هیوادونو په پوهنتونونو کې زده کړې کوي.

د ده په وینا د افغان محصلانو میندې او پلرونه پیسې نه شي لېږلی.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د چین حکومتي چارواکي او د بانکونو مسوولان ونه موندل شول چې پر افغان بانکونو د بندیز په اړه څه ووايي.

One thought on “چینايي بانکونو د افغانستان له بانکونو سره د پیسو معاملې ودرولې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *