تاند- چینايي ستورمزلي یا فضانوردان وايي، په فضا کې یې داسي ږغونه اورېدلي چې په خپل ژوند کې یې مخکې نه و اورېدلي.

چینايي ستورمزلي، چې تېره اوونۍ مځکې ته بېرته راغلل، وايي، په فضا کې یې ډېر مرموز ږغونه؛ لکه څوک چې د چا دروازه ډبوي، اورېدلي دي.

یوه چینايي ستورمزلي یانګ لي وي، چې لومړی پلا په ۲۰۰۳ م کال په شن جو ۵ ستوربېړۍ کې فضا ته لاړ، د چین دولتي تلویزیون ته په مرکه کې وویل، په ځلونو یې ستوربېړۍ داسي ټکول شوې لکه څوک چې دروازه ټکوي.

یانک د چین یوڅلوېښتم ستورمزلی دی او د ۲۰۰۳ م کال په اکتوبر میاشت کې یې ۲۱ ساعتونه په فضا کې تېر کړل.

ده وویل«ږغونه داسي ول لکه څوک چې په لرګین څټک د ستوربېړۍ وسپنیزه باډۍ ټکوي.»

دی وايي، دا ږغونه یې یو وار نه بلکې په ځلونو اورېدلي دي.

چینايي ستورمزلي اټکل کوي چې دا ټکا به ممکن د نورو مخلوقاتو له لوري وه.

دوی وايي چې په مځکه کې ستور بېړۍ په مختلفو وسایلو وټکوله خو هماغسي اواز ترې پورته نه شو.

ځواب دلته پرېږدئ