په چین کې یو شمېر محصلانو په خپله خوښه په یوه لابراتوار کې، چې د سپوږمۍ په شان شرایط پکې برابر کړای شوي، د یو کال په مخه ژوند وکړ.

دوی له یو کال تېرولو وروسته له دې لابراتور څخه راووتل.

دا محصلان په بیهانګ پوهنتون کې د سپوږمۍ په شان دې لابراتوار ته د ۲۰۱۷ د مې د میاشتې په لسمه نېټه ننوتل او ۳۷۰ ورځې یې پکې تېرې کړې.

د دوی ازمېښت درې پړاوه لرل او وروستی پړاو یې ۱۱۰ ورځې دوام وکړ.

په بیهانګ پوهنتون کې د دې پروژې مسوول بیوهونګ وايي، دا د سپوږمۍ په شان چاپېریال کې د انسانانو تر ټولو اوږده استوګنه ده. تر دې وړاندې هیڅکله انسانان په دا ډول چاپېریال کې د دومره مودې لپاره نه و اوسېدلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *