تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: د ساوت چاینا په نوم هانګ کانګۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې په تړاو د امریکا پر تګلاره نیوکه کړې او ویلي یې دي چې امریکا نشي کولی په افغانستان کې سوله راولي.
ورځپاڼې ویلي، یوازې افغانان کولی شي چې د خپل هېواد د دایمي ثبات او سولې په تړاو پرېکړې وکړي: (( هغه څوک چې کولی شي د افغانستان د سولې په تړاو پریکړه وکړي، افغانان دي، نه امریکایان.))
ورځپاڼه کاږي، افغانستا کې هغه وخت سوله راتللی شي چې امریکا په سالم منځګړتوب د افغانانو تر منځ پراخو مذاکراتو ته زمینه مساعده کړي.
ورځپاڼې په افغان سوله کې د چین تمایلاتو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چین فکر کوي چې افغانستان د وریښمو د لارې په بیا راژوندي کولو کې مهم رول لري ځکه یې د سولې پروسه بیړنیو پرمختګونو ته پیکنګ هم په تمه دی.