تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د چینايي قاچاقبرو مافیا په پاکستان کې د ودونو داسې غیرقانوني مرکزونه پرانیستي چې پاکستانۍ ښځې د جعلي ودونو په نوم د جنسي مرییتوب لپاره چین ته بیايي.
راپورونه وايي چې دا مرکزونه د بېوزلو کورنیو نجونې په نخښه کوي.
په پاکستاني رسنیو کې له چینایانو سره د پاکستاني نجونو او ښځو د ودونو د خبرونو له بیا بیا خپرېدا وروسته د پاکستان پارلمان هم په دې موضوع بحثونه کړي دي.
له بلې خوا په اسلام اباد کې د چین سفارت په یوه بیان کې ویلي چې دا ډول کاروبار د چین د قانون خلاف عمل دی او دوی هڅه کوي چې د پاکستان د امنیتي ادارو په همکارۍ د دې ډول غیرقانوني مرکزونو مخه ونیسي.
پاکستاني تلویزیونونو د ودونو د هغو مرکزونو مستند راپورونه خپاره کړي چې چینايي دلالان د پاکستانۍ ښځو د واده اسناد جوړوي او بیا یې چین ته لېږي.
د دغو راپورونو پر اساس پولیسو په لاهور کې پر یوه مرکز چاپه وهلې چې په ترڅ کې یې یو شمېر چینايي سړي او پاکستانۍ ښځې نیولې دي.
دوی وايي چې پاکستانۍ ښځې چین ته له لېږلو وروسته د فحشا لپاره په ځانګړو کسانو یا د فحشا پر مرکزونو پلورل کېږي.
چین ته د یو شمېر لېږدول شویو ښځو د کورنیو غړیو ویلي چې له چینايي وګړي سره د دوی د لور له واده وروسته هره میاشت ۳ سوه امریکايي ډالر رالېږل کېږي.
یو شمېر نورو ویلي چې د میاشتې د ۳ سوه ډالرو ترڅنګ ژمنه ورکړل شوې چې د نجلۍ د کورنۍ نارینه وو ته به په چین کې د کار کولو وېزه استول کېږي.