تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د عامه محافظت ځواکونو ته امر وکړ چې د کابل – جلال اباد د نوې لارې د جوړېدو لپاره د کارګرو امنیت فوراً خوندي کړي.
ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ د عامه محافظت د تصدۍ، د کورنیو چارو وزارت او د کابل – جلال اباد د ترانزیتي لارې د جوړوونکې چینايي کمپنۍ له مسوولانو سره په کتنه کې د عامه محافظت د تصدۍ مسوولانو ته وویل چې د چینايي کمپنۍ د کارګرو بشپړ امنیت برابر کړي او د دې کمپنۍ له لوري د سړک جوړولو د کار بیا پیلېدو ته زمینه برابره کړي.
چینايي کمپنۍ، چې د کابل – جلال اباد د ترانزیتي سړک (بګرامي- سپري، سرخرود) د جوړولو مسوولیت په غاړه لري، د نه امنیت په خاطر کار درولی او غوښتنه لري چې د مامورینو، انجینرانو او کارګرو امنیت دې یې خوندي کړای شي.
دوی وايي د امنیت په اړه د ډاډ له ترلاسه کولو سره سم به کار پیل کړي.
ولسمشر غني وروسته له دې دا غونډه وروبلله چې یوه ورځ مخکې د ننګرهار قومي مشرانو او ځوانانو له ولسمشر سره په کتنه کې دا موضوع یاده کړه او ده ژمنه ورکړه چې دا موضوع به په جدیت تعقیب کړي.
ښاغلی ولسمشر اوس د نښی منځ وویشت. هم ثواب هم خرما. هم خلکو ته کار او هم د هیواد راتلونکی اقتصادی پرمختګ په لوری یو ښایسته ګام . خو شرط یی دادی چی د امنیتی ارګانو په راس کی زړور ، صادق ، ویښ او خپلو هیواد والو ته متعهد کسان وټاکل شی . د غلو ، کیسه برانو او خرمرګو مخه په کلکه ونیسی او هره ورځ د ولمشری مقام ته د خپلو کارو عملی راپور ورکړی. د ولسمشر دفتر هم یو هییت وټاکی او پټ یا ښکاره خپل امرونه او هدایتونه تعقیب کړی .