تاند- چینايی ساینسپوهانو داسې وریجې روزلي چې د دوی په وینا د بوټې لوړوالی یې تر دوو مترو لوړېږي.
د چین پیپلز ډیلي ورځپاڼې د چینايي څېړونکو په قول ویلي، د دغو وریجو بوټی ۲ متره او ۲۰ سانتي متره لوړېږي او د لوړوالي له کبله یې حاصل تر نورو وریجو زیات دی.
په حقیقت کې د چینايي څېړونکو له لوري د دې نویو روزل شویو وریجو د بوټي لوړوالی د عادي وریجو د بوټو په پرتله په سلو کې ۵۰ زیات دی.
دا وریجې د چین د علومو اکاډیمۍ د استوايي سیمو د کرنې انستیتیوت څېړونکو په تجربوي ډول کرلي دي.
د دې پروژې یوه برخوال څېړونکي شیاشینجي ویلي چې په هر هکتار کې به څه باندې ۱۱ نیم ټنه وریجې حاصل ترلاسه کړي چې د عادي وریجو د حاصل دوه برابره دی.
حاضردمه د وریجو له هر هکتار کښت څخه د ۲۷ تنو لپاره خواړه برابرېږي، خو د وریجو له روزل شویو بوټو په هر هکتار کې ۴۳ تنو ته خواړه برابرېدای شي.
البته چینايی څېړونکي هیله لري چې دې هدف ته به تر ۲۰۵۰ کال پورې ورسېږي.
ویدیو د ۲ متره او ۲۰ سانتي متره لوړو وریجو نه ده.