Chinchilla rat
د امریکا شپږ ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. بهرنی شکل یې چینچیلا ته ورته والی لري خو جوړښت یې ډېر د موږک په څېر ده. غټې سترګې، غټ ګرد شوي غوږونه او لنډ د بدن غړي لري. مخکینۍ پښې یې څلور او وروستۍ پښې پنځه ګوتې لري. څلور ډولونه یې ابروکوما نسل (Abrocoma) کې شامل دي او وړې منګو��ې لري؛ دوه ډولونه یې کوسکومیس (Cuscomys) نسل جوړوي او غټې منګولې لري.
ابروکوما نسل د منځنۍ کچې شخوند وهونکي دي او تر ۳۵۰ ګرامه پورې وزن کوي. دبدن اوږدوالی یې له ۱۷ تر ۲۳ سانتي متره پورې رسیږي. لکۍ یې ګڼ وېښته او له ۶ تر ۱۸ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. کوسکومیس نسل یې تر ابروکوما غټ ده او تر ۹۱۰ ګرامه پورې وزن کوي، د بدن اوږدوالی یې تر ۳۵ سانتي متره پورې وي، لکۍ یې دوه رنګونه لري او تر ۲۶ سانتي متره پورې اوږده وي. ټول چینچیلا اوږده نرم وېښته لري د بدن رنګ یې د بدن پاسه برخه کې له سیلوري تر خړ نسواري پورې وي، د بدن لاندې برخه یې سپین خړ او یا نسواري رنګ لري.
د ابروکوما نسل کې څلور ډولونه په بنسټیزه توګه د شپې لخوا فعال او په ځمکه ژوند کوونکي دي. د ډبرو په چاودونو یا غارونو کې ژوند کوي. چټکه منډه وهي. بوټو، لنډو ونو او ډبرو ته د ختلو ښه وړتیا لري. خواړه یې پاڼې، غوټۍ او د بوټو ساقې دي.
د کوسکومیس نسل دوه ډولونه : یو د (C. oblativa) او بل ډول د (C. ashaninka) په نامه یادیږي. د (C. ashaninka) ډول نوم یې د سیمې له اشانیکا خلکو اخیستل شوی. په ونه کې ژوند کوونکی ده. د ژوند په اړه یې مالومات کم دي او په لمړي ځل په ۱۹۹۹ کې تشرېح شوی.
چینچیلا موږکان د اند په غرونو کې، د پېرو له سوېل نه تر د مرکزي ارجنټینا لوېدیځ پورې پیدا کیږي. په ونه کې ژوند کوونکي ډولونه یې ډبریزه، د زېږو وښو سیمه خوښوي. د شخوند وهونکو په (order Rodentia) ډله کې هېسټريګوناتا فرعي ډله (suborder Hystricognatha) جوړوي او د ابروکومیډای کورنۍ (family Abrocomidae) غړي دي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | ابروکوم ایدای |
نسل | ابروکوما کوسکومیس |
په ابروکوما نسل کې لاندې ډولونه شامل دي
Genus Abrocoma
- Bennett’s chinchilla rat, Abrocoma bennettii
- Bolivian chinchilla rat, Abrocoma boliviensis
- Budin’s chinchilla rat, Abrocoma budini
- Ashy chinchilla rat, Abrocoma cinerea
- Famatina chinchilla rat, Abrocoma famatina
- Sierra del Tontal chinchilla rat, Abrocoma shistacea
- Uspallata chinchilla rat, Abrocoma uspallata
- Punta de Vacas chinchilla rat, Abrocoma vaccarum
- Genus Cuscomys
- Asháninka arboreal chinchilla rat,Cuscomys ashaninka
-
-
- Machu Picchu arboreal chinchilla rat, Cuscomys oblativus
-