تاند، جمعه، د دلوې ۱۸مه: په کابل کې د چین سفارت وایي، هیواد یې افغانستان ته د کرونا ویروس د رسیدو د مخنیوي لپاره هر ډول هڅې کوي.

په کابل کې د چین سفیر وانګیو د د باندنیو چارو وزارت له سرپرست هارون چخانسوري سره لیدنه کې ویلي چې له کرونا ناروغۍ څخه د اغیزمنو کسانو د درملنې کچه مخ په لوړېدو ده.

وانګیو نن په دې اړه یو ټویټ کې ویلي، چې له چخانسوري سره یې د کرونا ویروس په اړه د نظر تبادله شوې ده: ((ما ورته وویل چې د درملنې کچه مخ په لوړېدو ده او دا چې له چین څخه بهر د تائید شوو قضیو شمېر په چین کې د ثبت شوو پېښو څخه یو سلنه لږ دی، موږ به افغانستان ته د کرونا ویروس مخنیوي لپاره خپلې ټولې هڅې وکړو.))

د چین سفیر پر داسې مهال دا څرګندونې کوی چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د دغه ویروس د مخنیوي لپاره د جدي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې تر دا مهاله د دغه ناروغۍ د ثبتېدو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی خو په چین کې د کرونا ویروس له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۶۴۰ تنو ته رسېدلی او د چین د ګاونډیو هیوادونو سره بېره یې ګڼې پېښې په کاناډا، امریکا، بریتانیا په ګډون ۲۹ هیوادونو کې ثبت شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *