تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: د چین سفارت له کورونا سره د مبارزې لپاره افغان چارواکو ته د دغه هیواد د طبي مرستو بله رالېږلې محموله هم وسپارله.
په کابل کې د چین سفیر وانګ يي وايي، په دغه محموله کې ۷،۲ ټنه د کورونا تشخیصیه کېټونه، ماسکونه، طبي لباسونه، عینکې او ترمامیټرونه راوړل شوي دي چې نن یې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز ته په کابل کې تسلیم کړل.
نوموړي هیله ښودلې چې دا مواد به له کورونا سره په لومړي صف کې لاس و ګرېوان سیمو ته استول کېږي: (( چین او افغانستان وروڼه دي، یو ځای او ګډ کار به زموږ قوت ښکاره کړي، د کورونا پر ضد مبارزه کې موږ له افغانستانه ملاتړ ته دوام ورکوو.))
د چین د طبي توکو د محمولې د سپارنې مراسمو کې د افغانستان د روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز له بیجنګ څخه مننه وکړه او په دغه هیواد کې یې له کورونا سره په مبارزه کې د چین د حکومت په بریا بیجنګ ته مبارکی وویله: (( د چین مرسته به د کورونا پر ضد مبارزه کې له افغانستان سره زیاته مرسته وکړي.))
چین تر دې وړاندې هم افغانستان ته یوه طبي محموله را استولې وه چې وینټي لیټرونه او نور طبي توکي په کې وو.
چین کانادا هیواد ته هم یو څه مواد لیږلي وو. خو معلومه شوه چې ماسکونه او د کرونا د ویروس کیټونه استعمال شوي وو. دلته باید ډیره پاملرنه وشي ځکه استعمال شوي ماسکونو او د تیسټ کیټ څخه استفاده د کرونا په سرایت خوریدو کې مرسته کولي شئ. کانادا هیواد د چین رالیږل شوي مواد تخریب کړل.