تاند نیوز ډیسک: امریکا او چین له یو کلنې اقتصادي جګړې وروسته سلا کړې ده چې نور به یو پر بل درندې سوداګریزې تعرفې نه لګوي.
د جي ۲۰ هیوادونو ناستې په څنډه کې د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د اړیکو په ښه کولو سلا کړې او ویلي یې دي چې د یو بل پر تولیداتو به اضافي مالیات نور نه وضع کوي.
ډونالډ ټرمپ او شیجن پینګ په دې سربیره د چاپېریال ساتنې په اړه هم مهمه هوکړه کړې ده
د چین او امریکا د اړیکو د ترینګلتیا په اړه د نړۍ ګڼو هیوادونو د نړۍ پر اقتصاد د منفي اغېزو وړاندوینه کړې وه خو اوس هیله مندي پیدا شوې چې سیمه کې د امریکا او چین د اقتصادي جنګ د احتمال له وېرې ګډه وډه شوې فضا بیرته سمه شي.
ټرمپ دې وروستیو کې په پرله پسې ډول چینایي توکو باندې درنې مالیې وضع کړې چې په ځواب کې یې چین هم ورته اقدامات وکړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *