تاند- چین او بریتانیا په افغانستان کې د امنیت او ثبات له ټینګښت سره د مرستې ژمنه وکړه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر او د چین د دولت وزیر نن/سې شنبه/ وویل چې دواړه هیوادونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت او افغانانو ملاتړ ته ځان ژمن بولي او د افغانستان د راتلونکي امنیت او ثبات حیاتي ګڼي.

دوی وویل چې له نړیوالې ټولنې سره به په ګډه کار وکړي چې د افغانستان د راتلونکي هدفونه ترلاسه شي.

بریتانیا او چین په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي«موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د کشالې د سیاسي حل ملاتړ کوو.»

ټاکل شوې ده چې چین، روسیه او پاکستان راتلونکې سط شنبه په مسکو کې د افغانستان په اړه درې اړخیزه غونډه وکړي.

افغانستان د مسکو د غونډې په وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هره غونډه چې د افغانستان له ګډونه پرته جوړېږي، نتیجه نه شي لرلی.

One thought on “چین او بریتانیا د افغانستان له ثبات سره د مرستې ژمنه وکړه”
  1. چین خو خیر بریتانیا خو ۲۵۰ کاله زمونږ د خوارانو مهربانه مور ده چی توره ارتجاع راته پالی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *