تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: چین او هند له جګړه ځپلي افغانستان سره د مرستو د لړۍ د یوې برخې په توګه افغان ځوانو دیپلوماټانو د دویمې جوپې د روزنې چارې پيل کړې.
تېر کال په اپریل کې د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي او د چین ولسمشر شیجن پېنګ د افغانستان لپاره د ګډو پروګرامونو د پلي کولو اعلان کړی و چې د دیپلوماتانو د روزنې لړۍ د همغه پروګرامونو یوه برخه ده.
تېره ورځ د افغانستان د دیپلوماتانو د روزنې لپاره په پیل شوي کورس کې ۱۰ تنه افغان دیپلوماتانوبرخه اخیستې ده.
دغه دیپلوماتان به د نومبر له ۱۱مې څخه تر ۲۳مې پورې د ایلیټ بهرنیو خدمتونو انسټیټوټ یا ایف ایس ای کېتر روزنې لاندې وي او له هغې وروسته به د چین او هند په مطالعاتي مرکزونو ګرځول کېږي.
د ایلیټ فارن سرویسز انسټیټوټ مشر جی ایس ماکول د دغو ځوانانو د روزنیزې دورې د پیل مراسمو ته ویلي، تر اوسه یې ۱۷۹ افغان دیپلوماتانوته روزنه ورکړې ده.
دې غونډې ته د چین سفیر سن ویډونګ، د افغانستان د باندنیو چارو وزارت استازي طاهر قادري، د چین د بهرنیو چارو پوهنتون مشر وسوجیان او د هند لخوا د پاکستان، افغانستان او ایران لپاره د ځانګړې څانګې مرستیال دیپک متل هم ویناوې واورولې.
تر دا مهاله هند د افغانستان د بیا رغونې او ښې حکومتولۍ په برخه کې ۳ میلیارده ډالر لګولي او هڅه کوي چې له کابل سره د دولت په دولت اړیکه یې د دوستۍ په فضا کې پاتې شي.