فردوس موم��د –
ښاغلی مومند د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د د نړیوالو اړیکو اړیکو په څتمګه کې د ماسترۍ د دورې محصل دی.
—————–
لنډ تاریخي شالید:
د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخ په لړ کې د سوداګري او راکړی ورکړی په ډګر کې اړیکو شتون درلود خو په ۱۹۵۵ میلادی کال کې د افغانستان د شاهی دولت او د چین د خلکو د ولسي ترمینځ سیاسی او دیپلوماتیکی اړیکې ټینګې شوې او په رسمي توګه د دواړو هیوادونو ترمینځ راشه درشه پیل شوه. د شلمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې چین او افغانستان خورا ارزښتناکه تړونونه لاسلیک کړل لکه د بیجینګ تړون چی په ۱۹۶۳ میلادی کال کې لاسلیک شو او په وسیله يي د دواړو هیوادونو ترمینځ د پولی کړکیچ حل شو- د واخان پوله چی کابو ۹۳ کیلومتره اوږدوالی لری. د ببرک کارمل د دولت د کار د پیل څخه وروسته د دواړو هیوادونو اړیکی ورځ په ورځ په خرابیدو شوی او دی ضعیفو اړیکو د طالبانو د حکومت د له مینځه تللو پوری دوام درلود. چین سره پیاوړی اړیکی د حامد کرزی د حکومت په دواړو پړاوونو کې د اقتصادی او بهرنی سیاست په ډګر کې ارزښتناکه لاسته راوړنو څخه بلل کیږی او هیله لرم چی ولسمشرغنی – چې په اقتصادی چارو کې د ښو تجربو خاوند دی او په ختیځی آسیا سیمه کې کاری تجربه هم لری – د خپل حکومت په راتلونکی پینځه کلونو کې دا اړیکی نوری هم پیاوړی کړی.
ولی چین؟
چین په اقتصادی نړۍ کې چټک پرمختګ کوونکی هیواد دی او د اکثرو اقتصادی کارپوهانو په اند به چین د ۲۰۳۰ میلادی کال تر پایه د نړۍ تر ټولو هیوادونو پیاوړی اقتصاد ولری. د روسیی تر څنګ چین په سیمه کې یواځینی پیاوړی او نړیوال اعتبارلرونکی هیواد دی چې په افغانستان کې د پانګه اچونی پوتانشل او اراده لری. څرنګه چې ټول پوهیږو، افغانستان د طبیعي زیرمو له اړخه بډایه هیواد دی او د دی زیرمو د حفاري لپاره سترو پانګه اچوونکو ته اړتیا لرو. چین د خپل صنعت د پیاوړی کولو په موخه حتی په افریقای هیوادونو کې پانګه اچونی ته چمتو دی او که داسی یو هیواد ته په ګاونډ کې د پانګه اچونی زمینه برابره شی نو چینی پانګه اچوونکو ته به افغانستان د پانګه اچونی په مرکز بدل شی.
د چین د دولت د نفتو ملی شرکت لمړنی بهرنی شرکت دی چې په ۲۰۱۱ میلادی کال کې یي د تیلو د استخراج په برخه کې افغانستان سره ۲۵ کلن هوکړه لیک لاسلیک کړ. د افغانستان له لاری د ترکمنستان د ګازو د پایپلاین غځول د دواړو هیوادونو په اقتصادی پیاوړتیا کې د پام وړ رول لوبولی شی.
له بله اړخه چین سره ښه اقتصادی اړیکی د سیاسی اړیکو بقا تضمینولای شی. افغانستان غوندی هیواد د یو پیاوړي ګاونډی لکه چین سره د خرابو اړیکو توان نه لری. افغانستان یو مصرفی هیواد دی او تر ډیره بریده په وارداتو متکی اقتصاد لرو. چین سره د اقتصادی اړیکو پراختیا په د افغانستان اقتصادی او سیاسی اتکاً په نورو ګاونډی هیوادونو لکه پاکستان او ایران راکمه کړی چې دا عمل به د افغانستان د بهرنی سیاست په ګټه هم تمام شی اوافغانستان به په بهرنی سیاست کې تر ډیره کچه په خپلواکه توګه عمل وکولای شی.
چین په سیمه کې یواځینی هیواد دی چې په افغانستان کې يي هیڅ ډول پوځی او سیاسی لاسوهنه نه ده کړی او په افغانستان کې د ایران او پاکستان په څیر نوری مذهبی او کلتوری او سیاسی موخی هم نلری. کیدای شی چې د ایغور په سیمه کې د اسلامپلوؤ او بیلتون غوښتونکو پیاوړتیا او د القاعدی شبکی سره د هغوی احتمالی اړیکی چین دی ته وهڅوی چې د القاعدی په مقابل کې د افغانستان حکومت ته د لاسنیونی وړاندیز وکړی.
ننګونی:
چین سره د ښه اړیکو ټینګول او د هغه اړیکو ساتل به د افغانستان نوی حکومت ته لویه ننګونه ثابته شی. چین د امریکای د اقتصادی رقیب په توګه پیژندل کیږی او امریکا به په افغانستان کې د چین د اقتصادی نفوذ د مخنیوی کوښښ کوی خو متحده ایالاتو سره د ستراتیژیکو همکاریو لاسلیک شوی تړون به دریواڼو هیوادونو- افغانستان، امریکا او چین ـ تر مینځ روابطو او تحولاتو په انډول کې مرسته وکړی. دا ټولو ته جوته ده چې پاکستان نه غواړی چې افغانستان پیاوړی او پرمختللی اقتصاد ولری. چین سره ښه اړیکی ملګری هیواد هندوستان سره د اړیکو په خرابیدلو هم تمامیدلای شی چې دا به په هیڅ ډول د افغانستان په ګټه نه وی. چین پاکستان سره حسنه اړیکی لری او د چین پام افغانستان ته رااړول به ستونزمن کار وی چې د افغانستان ولسمشر ته او نوی حکومت ته په دی هکله د بریا هیله لرم.
محمد فردوس “مومند”
۲۷/۱۰/۲۰۱۴
بوادپست، هنګری
د مومند صیب نه مننه چی په لنډه لیکنه کی اوږد مفهوم خلاصه کړی دی. د نورو لیکوالانو نه هم هیله ده چی لیکنی لنډی او د مفهوم نه ډکی وی. د تاند ویب سایټ نه هم هیله ده چی دغسی ارزښتناکی اقتصادی لیکنی خپری او اقتصاد پوهان وهڅوی چی د افغانستان په موجوده حالاتو او ستونزو باندی داسی لیکنی وکړي چی پکی د حل لاری هم په ګوته شوی وی، داځکه چی د افغانستان موجوده ټول سیاسی، اقتصادی، ټولنیز او نور ټول مشکلات هر افغان ته ښه معلوم دی مګر د حل لاری یی هیڅ څوک هم نه په ګوته کوی.
مننه
لومړی ښاغلی ورور مومندصیب ته دزړه له کومی مبارکی وایم چی لومړۍ لیکنه یی دیوی معتبری ویپاڼی څخه لولم
اوبیاپه رښتیا چی مومندصیب دافغانستان اودچین تاریخی اړیکوته یی په لنډوکتنه کړی ده اوهغه هم ډیره ارزښتناکه کتنه چی ټول اړخونه یی ورکی نغښتی
اوبل داچی په آخره برخه کی هغه ننګونی په ګوته کړی چی په رښتینی توګه دا ستونزی دافغانستان ولسمشرښاغلی اشرف غنی په مخ کی پرتی دی چی ددی ستونزو حل لپاره یوپیاوړی سیاسی تدبیرپکاردی اوکه لګ ځیرشو داسیاسی آند له ښاغلی اشرف غنی سره شته که چیرته په خپله موقع کی تری ګټه واخلی یعنی دیته وخت ورنکړی چی دچین لپاره هند اویادهند لپاره چین له لاسه ورکړی.اوبیامهمه داچی له پاکستان سره دښواړیکودرلودل هغه هم په یوی روښانه تګلاره کی ضروری ده ځکه چی دښاغلی مومندصیب دلیکنی دتایید سره سره ددی هیوادونو له لاسه ورکول یوه ستره ننګونه ده دافغانستان لپاره نوضروری خبره داده چی ددی هیوادونو ترمنځ سیاسی توازن باید په مساوی توګه وساتل شی چی هم خپلی ملی اوسیمیزی ګټی خوندی وساتو اوهم ددوی ګټی
مننه فردوس جان تاسو چې دا وېنا مونږ سره شرېک وکړه
مننه فردوس خان که چیری داسی اقتصادی لیکنی زموږ سره شریکی کړی مهربانی به موی
که دتلفیون نمبر دی ولیکی موږ به تماس درسره ونیسو داقتصادی مسایلو په اړه