تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۹مه: په افغاني توکو بار لومړنی اورګاډی نن د ازبکستان او قزاقستان له لارې چین ته ورسېد.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په دې جوپه کې ۱۱۰۰ ټنه شوکاڼی، وچه مېوه، قالینې، طبي درمل او نور ګڼ افغاني محصولات چین ته استول شوي دي چې اورګاډی د بلخ له حیرتان بندر څخه روان شوی او دریو ورځو کې خپل ټاکلي ځای ته ورسېد.
د اورګاډي په مرسته چین ته د افغاني صادراتو پر دغه لومړۍ جوپه د ولسمشر د اداري دفتر اتیا زره ډالر لګښت راغلی دی.
خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی د رېل په مرسته چین ته صادرات خورا قیمته تمامېږي او بله دا چې د ده په خبره چین له افغاني صادراتو مالیات هم اخلي.
چین ته پر افغاني توکو بار لومړۍ دغه جوپه کې ۴۱ کانټینره استول شوي چې نیمې د لګښت پیسې یې افغان حکومت او نیمې یې سوداګرو ورکړې دي.
افغانستان په دریو ورځو کې خپل صادرات په داسې حال کې چین ته ورسول چې د پاکستان له کراچۍ بندر څخه چین ته صادراتي توکي په ۴۵ ورځو کې رسېږي.