تاند- د تاجکستان حکومت نن /دوشنبه/ وویل، چین غواړي چې له افغانستان سره د تاجکستان په پوله کې د تاجک پوله ساتو لپاره یو شمېر پوستې جوړې کړي.
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په ۱۳۴۵ کیلومتره پوله کې له امنیتي ځواکونو سره د وسله والو سختدریځو او د مخدرو موادو د قاچاقبرو نښتې کېږي.
د افغانستان په کندوز ولایت کې د طالبانو پراخ فعالیتونه د چین او منځنۍ اسیا د اندېښنې بل دلیل دی.
په چین کې ایغور بېلتون غوښتونکي د تاجکستان پولې ته نژدې سیمو کې اوسي.
د تاجکستان د حکومت په یوه حکم کې، چې نن دوشنبه خپور شو، حکومت د دولت ملي امنیتي کمېټې ته لارښوونه وکړه چې له چینايي لوري سره د ۱۱ پوستو او د پوله ساتو د روزنې د یوه مرکز د جوړولو موافقه لاسلیک کړي.
چین، چې تاجکستان ته د کال د ۲ نیم ملیارد ډالرو په ارزښت صادرات لري، مخکې په افغان – تاجک پوله کې یوه پوسته کړې وه.