تاند- چین د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلیو اړیکو د ښه کولو په خاطر منځګړتوب ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر (یانګ يي) غواړي چې ژر کابل ته راشي او د سیمې په سوله او ثبات کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان او پاکستان اړیکې د وسله والو سختدریځو ډلو د ملاتړ په خاطر له کلونو راهیسې ښې نه دي خو په وروستیو کې لا خرابې شوي دي.

تر دې وړاندې امریکا او بریتانیا هم د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو او په نتیجه کې یې له تروریزم سره مبارزې ته د پاکستان د هڅولو لپاره ډېرې هڅې کړي خو نتیجه یې نه ده لرلې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې یوې غونډې ته وویل«د لومړي ځل لپاره چین غواړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې منځګړی واوسي او ژر به د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راشي. له پاکستان سره سوله زموږ غوښتنه ده او باید د دوو حکومتونو ترمنځ سوله وشي.»

د ولسمشر غني له څرګندونو وروسته ارګ نن /سې شنبه/ په یوه رسمي خبرپاڼه کې تایید کړه چې د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی وانګ کابل ته راځي.

په خبرپاڼه کې کابل ته د چینايي وزیر د راتګ د نېټې یادونه نه ده شوې.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی وانګ د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیزو خبرو د بهیر د بیا پیلېدو چارې همږغې کړي.

دا پروسه په ۲۰۱۶ م کال وروسته له دې ناکامه شوه چې پاکستان له وعدې سره سره طالبان نه سولې ته حاضر کړل او نه یې له خپلې خاورې وایستل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *