تاند- د چین د بهرنیو چارو وزارت نن /چهارشنبه/ وویل چې دغه هیواد په افغانستان کې له سولې او پخلاینې سره د مرستې لپاره نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی.
د چین خبري اژانس سینهوا وايي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هو چونینګ (Hua Chunying) نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې دینګ کشیون (Deng Xijun)، چې د سږ کال د اکتوبر په پای کې یې د افغانستان د سفیر په توګه دنده پای ته ورسوله، د افغانستان د چارو لپاره د چین خاص استازی نومول شوی دی.
دینګ، چې یوه تجربه کاره دیپلومات دی، په اسیايی چارو کې زیات بوخت پاتې شوی. ده په ۲۰۱۳ میلادي کال په افغانستان کې تر سفیر کېدو مخکې په میانمار یا برما، فلیپین، مالیزیا او سینګاپور کې د چین د سفیر په توګه کار کړی دی.
چین د افغانستان لپاره لومړی پلا په ۲۰۱۴ میلادي کال خاص استازی وټاکه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ښاغلي هو وویل:« دینګ د افغانستان له چارو سره ښه بلد دی.»
ده همداراز وویل چې چین تل د افغانستان په چارو کې فعاله ونډه اخیستې او په دغه هیواد کې یې له سولې او پخلاینې سره په مرسته کې رول لوبولی دی.
د ۲۰۱۴ م کال د جولای له میاشتې څخه سون یوکشي (Sun Yuxi) د افغانستان لپاره د چین حاص استازی و.
سون پخوا د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی او همداراز د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ په کابل کې سفیر و.