تاند، دوشنبه، د میزان اوله: د چین د بهرنیو چارو وزارت بیجنګ ته د طالب مشرانو له سفر سره هم مهاله هیله ښودلې چې امریکا او طالبان به خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ وايي، بیجنګ دغه راز د ملي روغې جوړې او د سولې و ثبات لپاره د بین الافغاني مذاکراتو هم کلک ملاتړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر په خپل وروستي بیان کې ویلي، طالبانو له اوربند څخه سرغړاوی کاوه ځکه نو ده ونه غوښتل چې زحمت وباسي او له مشرانو سره یې په کمپ ډیویډ کې وویني یا هم مذاکراتو ته دوام ورکړي.
تېره شپه د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي و چې د طالبانو ۹ کسیز پلاوی پیکینګ ته تللی او هلته یې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي دینګ کشیجون سره ولیدل.
د شاهین په وینا دواړو خواوو له طالبانو سره د امریکا د خبرو د ځنډېدو د علت په اړه خبرې وکړې.
ده لیکلي«د چین ځانګړي استازي وویل، د امریکا او طالبانو معامله د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره ښه چوکاټ ده او چین یې ملاتړ کوي.»
له بلې خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت چین ته د طالبانو د نهه کسیز پلاوي د سفرپه غبرګون ویلی، طالبان دې نورو هېوادونو ته د سفرونو پر ځای له حکومت سره خبرې وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، د نورو دروازو ته درېدل پایله نه ورکوي، بلکې په وینا یې چې د افغان لانجې د هواري لپاره باید افغانان پخپلو کې سره راټول شي.