تاند- د چین جیلي کمپنۍ د خپل هیواد د فضايي او صنعتي ادارې په همکاري د یوه داسې سیستم پر جوړولو کار کوي چې د ایلن مسک هایپرلوپ ته ورته والی لري.
د ایلن مسک هایپرلوپ (Hyperloop) تکنالوزۍ به سپرلي له واشنګټن څخه تر نیویارک پورې په ۲۹ دقیقو کې رسوي.
د نیویارک او واشنګټن ترمنځ د رېګاډي اوسنی واټن ۲۲۵مایله دی.
د چین له لوري د جوړېدونکي هایپرلوپ سرعت به په پیل کې په هر ساعت کې ۱۰۰۰ کیلومتره وي خو په راتلونکې کې په پام کې ده چې سرعت یې په ساعت کې تر ۴ زره کیلومترو واوړي.
حاضردمه په نړۍ کې د رېلګاډۍ تر ټولو اوږده رېلللار په چین کې ده او دا هیواد غواړي چې خپله ترانسپورتي شبکه نوره هم پراخه او پیاوړې کړي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، په چین کې هایپرلوپ ته د ورته سیستم د جوړېدو موافقه د دوو کمپنیو ترمنځ د چین د هوايي نندارتون په څنګ کې لاسلیک شوه.
په دې سیستم کې له مقناطیسي تعلیق څخه په استفادې د خلا په تونلونو کې د هوا مقاومت کمېږي او په دې ډول رېلګاډی یا نقلیه وسیله تر ږغ په زیات سرعت حرکت کوي.
د چین د هوافضا اداره په دې کار کوي چې داسې سیستم جوړ کړي چې د رېلګاډو سرعت په ساعت کې زر کیلومترو ته ورسوي.