ژباړن: آغامحمد قریشي

سرچینه: آر ټي – نن روسیه

راپورونه ښيي چې چین دوه ملیونه څېړونکي او پوهان د انټرنیتي شبکو او اړوند چارو د څارنې لپاره ګومارلي، دا کار یې د دې لپاره کړی چې یاد ګومارل سوي ماهران به پر انیټرنیټي ټولنیزو پاڼو او سایټونو د خلکو نظریات، انځورونه، لیکنې او نور څاري.

 ویل کېږي چې له یادو ماهرانو څخه یې یو شمېر د چین جګپوړو چارواکو ته د خپلو کارونو او نظارت په اړه راپورونه ورکوي.

 بیجینګ نیوز لیکي، هغه وګړي چې پر انترنیتي سایټونو او ټولنیزو شبکو د څار دنده ور له غاړې ده، په رسمياتو کې وردخیل سول، دې ډلې ته پر انټرنیټ د څار ماهرین ویل کېږي. دا لویه پر انټرنیټ د څار ډله که څه هم په چین کې کولای سي په خپلو چارو برلاسي اوسي، بیا هم یو شمیر یې د روان کال د اکټوبر د میاشتي په منځ کې ځینې د مهارت لوړلو تریننګونه تعقیبوي.

بیجینګ نیوز د یادو کارکوونکو د کار ډول او جزیات هم خپاره کړي، دا ډله کارکوونکي د ځانګړو سافټویرونو څخه کار اخلي چې کولای سي انټرنیټي ځانګړې او ټولنیزې پاڼې وڅارې. ټانګ یو له هغو وګړو دی چې هغه انټرنیټي سافټویر کاروي چې تر کار اخیستو وړاندي یوه ځانګړې شمیره غواړي، داسي سافټویرونه په کار وړل کېږي چې د عامه منفي نظریاتو پسي پلټنه کوي او په اړه یې راپور ورکوي. ټانګ په دې باور دی چې سازمانونه باید عامه نظریات او مفاهیم پټ نه کړي، خو د ستونزو مخنیوی هم د دولت دنده ده، څېړونکي نه کومه لیکنه له منځه وړي او نه هم کوم څه انټرنیټ ته پورته کوي، له یو شمیر تاکتیکونو کار اخلي، خو بیا هم پر انټرنیټ د خپاره سوو شیانو پر وړاندې بشپړ اغېز نه لري چې هر څه لیدل کېږي او تر خلکو رسېږي او هر څوک کولای هم سي چې له انتر نیتي موادو کار واخلي.

هغه سیستم چې  سمیز سیاستوال او نور څارې د انټر نیټ یوزران (کاروونکي سیستمونه) هم پکې پوره ونډه لري، نه پرېږدي هغه څه خپاره او تر خلکو ورسي چې پکې منفي عامه نظریات وجود ولري، ویل کېږي چې په یادو چارو کې د چین د حکومت لاس دی، هغوی نه پرېږدې چې منفیات پر انټرنیټي پاڼو او ټولنیزو انټرنیټي شبکو خپاره سي، ځکه یې د یادو کړونو د څارنې په موخه د څېړوکو زیات شمېر پر انټرنیټ د څار لپاره ګمارلي.

ټانګ همدارنګه وایې چې نوموړی په یوه کمپنۍ کې کار کوې چې هر کله ورته دولتي لیستونه راځې  او کله داسي هم کېږي چې د سیاسي ډلو له لورې په مستقینه توګه ورته لستونه راځي او غوښتنه ترې کوي چې د عامه ذهنیتونو د منفیاتو په اړه یې په حقیقي توګه ورته راپور کړي.

د هینان ولایت د معلوماتي نیټورکینګ مرکز مشر یان مینګ وایې چې هغه چارواکو ته د خپاره سوو څېزونو په اړه راپور ورکوي، هغه ورځني، او اونیز (چې تر شلو پاڼو اوړې)  د عامه ذهینیتونو په اړه د لیکلي پېغامونو له لارې اړوند حکومتي ادارو ته راپورونه ورکوي.

پر انټرنیټ د نظریاتو د څار د ډلې عمومي مرستیال شان زیوګانګ وايي: په چین کې پر انټرنیټ د څار ډله له راز راز ځانګړو او غوره سافټویرونو کار اخلي چې په زرګونو پروسیسرونه (د معلوماتو پروسیس کوونکې الې) د ملي او نړیوالو سایټونو معلومات فلټر او څاري. یاد سافټویرونه تر ډېره ګوګل او نورو لټوونکو شبکو د څار کار کوي چې اوس پر انټرنیټ د څار کارکوونکو ته په واک کې ورکول سوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *