تاند- چین په تاشکند کې د افغانستان د سولې او پخلاینې نړیواله غونډه ډېره بریالۍ وبلله.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نن /چهارشنبه/ وویل، نړیواله ټولنه باید نوره هڅه وکړي چې افغانستان د ملي پخلاینې هدف ته ورسېږي، له تروریزم او مخدرو موادو سره مبارزه وکړای شي.
لو کانګ په پیکینګ کې یوې خبري غونډې ته وویل«د تاشکند د لوړې کچې غونډه خورا بریالۍ وه.»
ده دا هم وویل چې د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر لي باودونګ د چینايي پلاوي په مشرۍ په دې کنفرانس کې ګډون وکړ، د افغانستان په اړه یې د چین پالیسي څرګنده کړه او په افغانستان کې یې د سولې او پخلاینې لپاره د چین د هلوځلو او ملاتړ په اړه خبرې وکړې.
ده زیاته کړه، د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هیله وښوده چې په افغانستان کې سوله راشي څو درسته سیمه د ناامنۍ له خطره وژغورل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د سیمې د ټولو هیوادونو ترمنځ د همږغۍ غوښتنه وکړه.