تاند- راپورونه وايي، چین له افغانستان سره خپلې ګډې پولې ته مځکني ځواکونه لېږلي چې له افغان ځواکونو سره په ګډه د تروریزم پر ضد کار وکړي.
ملیټري ټایمز ورځپاڼه وايي چې د چین په دې کار کې امریکا ستونزه نه ویني او د چین دا اقدام د دې نښه ګڼل کېدای شي چې دا هیواد له افغانستانه د امریکايي او ناټو پوځیانو له وتلو سره سم د لوی رول نیت لري.
ملیټري ټایمز وايي، دا انکشاف په داسي وخت کې کېږي چې د ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کېدو وروسته د چین او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.
په افغانستان کې د چین د حضور په اړه راپورونه لومړی پلا د تېر کال په وروستیو کې هغه مهال څرګند شول چې د کوچني پامیر په سیمه کې د چین پوځي نقلیه وسایط ولیدل شول.
چین تېره میاشت دا خبره رد کړه چې چینايي او افغان پوځیان د دوو هیوادونو په ګډه پوله کې په ګډه ګزمه کوي.
افغانستان او چین په خپل منځ کې ۵۰ مایله پوله لري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د دفاع وزارت ویندوی رین ګوکینګ تېره میاشت (فبروري) خبریالانو ته وویل«دا په پولو کې د قانون د نافذولو په اړه د دوه اړخیزې موافقې د ټینګښت، د پولو په اوږدو کې د جرمونو پر ضد د مبارزې او د تروریریزم پر ضد د ګډو اقداماتو په برخه کې د همکارۍ په لړ کې ده.»
له چین څخه پخوا امریکا او د افغانستان حکومت څو ځلې غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې مرسته وکړي خو چینايي چارواکو ځواب نه و ورکړی.