تاند- یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ادعا وکړه چې چین حکمتیار او طالبانو ته بلنه ورکړې چې د سولې د خبرو لپاره پیکینګ ته ورشي.
د پاکستان اُمت ورځپاڼې لیکلي چې چینايي چارواکو د ورېښم د نوې لارې د امنیت د خوندي کېدو لپاره له افغان طالبانو سره خبرې پیل کړي دي.
مخکې چین د طالبانو له لوري د ناامنیو له کبله پرېکړه کړې وه چې د ورېښم په نوې لار کې به افغانستان یو مخ څنګ ته پرېږدي او پر ځای به یې د افغانستان پر ګاونډیو هیوادونو تکیه وکړي.
ټاکل شوې ده چې د ورېښمو نوې لار د افغانستان له بدخشانه تېره شي.
اُمت ورځپاڼې، د خپل خبر د سرچینې له یادولو پرته نن لیکلي چې د چین حکومت د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار او د طالبانو مشرانو ته بلنه ورکړې چې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه په خپل منځ کې د سلا مشورې لپاره پیکینګ ته ورشي.
د حکمتیار اسلامي حزب او د هیبة الله د ډلې طالبانو تراوسه پورې د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي.
چین په سیمه کې د اقتصادي او سوداګري فعالیتونو د غوړېدو لپاره له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوي چې طالبان د سولې خبرو ته تشویق کړي.
حکمتیار د افغانستان له حکومت سره له سولې وروسته ویلي چې هڅه کوي چې طالبان هم د سولې خبرو ته حاضر کړي.
حکمتیار باید چین او بل ته منتظرونه اوسی، له ځانه د سولی سفیر جوړ کړی، شپه او ورځ یوه کی سولی ته عملی کار وکړی. حتی د ده مخالفینو د ده راتګ استقبال وکړ او دا کاریی د سولی په پار وکړ که دی دا کار ونکړی، کابل کی د ده حضور به یوازی حزبی مینانو ته یی ګټور وی نه عامو خلکو ته. دا حال نور د زغم نه دی د افغانستانه مسلخ جوړ شوی:(((