تاند، پنجشنبه، د قوس ۷مه: په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ ژون د امریکا او طالبانو د مذاکراتو د دوام غوښتنه کړې ده.

نوموړي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې ویلي، په افغانستان کې دې د سوله ییز حل د هلو ځلو تر څنګ د دغه هېواد د پوځ پیاوړتیا او اقتصادي لاسنیوي په اړه ټینګار کړی دی.

ښاغلي ژانګ ژون ویلي، نړیوالو ته پکار ده چې له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي: (( موږ همدا راز په افغانستان کې د افغانانو په رهبرۍ د سولې ملاتړ کوو، موږ له ټولو افغاني لوریو غوښتنه کړې چې له تاریخي فرصت څخه په استفاده یو واقعي بین الافغاني حل ته لاسرسی وکړي.))

ښاغلي ژون همدا راز د افغانستان د ټاکنو د پایلو په ژر تر ژره اعلان هم ټینګار کړی او د سیاسي مسایلو د مذاکراتي حل غوښتنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې چین همدا اوس له افغان حکومت سره په بیجنګ کې د سولې د یوې بین الافغاني ناستې د جوړولو په هڅه کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *