تاند – چینایي ساینسپوهانو دې ته لاره هواره کړې چې داسې یو هایدروجني ګاز جوړ کړي چې د لمر درې برابره ګرم دی.
کېدای شي چې دغه مصنوعي لمریزه انرژي بالاخره د برېښنا د یوې نا پایه سرچینې په توګه وکارول شي، په دې توګه په فوسیلي تېلو باندې تکیه پای ته ورسوي او د نړۍ د انرژۍ بحران حل کړي.
چینایي څېړونکیو دغه ګاز د چین په ختیځ کې د هیفي په نامه سیمه کې د فزیکي ساینس په انسټیټیوټ کې د مقناطیسي جوش یا فیوژن په یوه ډېر لوی ریاکټر کې جوړ کړی دی.
هغه لوی ماشین چې دغه ګاز په کې تولید شوی دی په ۱۹۵۰مو کلونو کې د روسي ساینسپوهانو له خوا جوړ شوی وو چې په لوړه سویه تجربې په کې کېږي.
څېړونکي په دې توانېدلي دي چې ریاکټور داسې وکاروي چې د ۵۰ میلیونه کیلوینو (نژدې ۵۰ میلیونه سانتي ګراد) په اندازه تودوخه تولید کړي او تر ۱۰۲ ثانیو پورې یې وساتي. باور کیږي چې د لمر هسته خواوشا ۱۵ میلیونه کیلوینه ده.
که څه هم چې د جرمني ساینسپوهانو یوه پخوانۍ تجربه ادعا کوي چې تر دې ډېره تودوخه یې رامنځته کړې وه، خو په دې نه ول توانېدلي چې د دومره ډېر وخت له پاره یې وساتي.
سره له دې چې دغه خبر یو ډېر مهم پرمختګ دی، خو بیا هم لسیزو وختو ته اړتیا ده چې کار وشي او دغه پروسه داسې بشپړه شي چې دا د انرژۍ په یوه ناپایه سرچینه باندې واوړي.