تاند- د چین د کلتور وزارت د مړو د ښخولو په مراسمو کې پر بربنډې نڅا، چې د دغه هیواد په کلیوالي سیمو کې دود دی، بندیز ولګاوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د چین د کلتور وزارت وايي چې خاورو ته د مړو د سپارلو په مراسمو کې بربنډه نڅا غیرقانوني ده ځکه چې دا ډول دودونه ټولنه فاسدوي.

د چین دولتي رسنیو وویل، د مړو د ښخولو په مراسمو کې لوڅه نڅا په مراسمو کې د زیاتو خلکو د ګډون د هڅولو او د کورنیو د شتمنیو د ښکارولو لپاره کېږي.

چینایان باور لري چې که د دوی د مړي د ښخولو په مراسمو کې زیات خلک ګډون وکړي د مړي بله دنیا ښه کېږي. له همدې کبله د دغه هیواد د کلیوالي سیمو خلک، چې په دودیزو او مدهبي باورونو تر ښاریانو زیات ولاړ دي، هڅه کوي چې په په بېلابېلو چلونو ډېر خلک د خپلو مړو شویو عزیزانو د ښخولو مراسمو ته راکاږي.

د دې خلاف په لوېدیځو هیوادونو کې د خوښۍ په مراسمو کې، چې په کلبونو کې یې کوي، نجونې د سترپتیز په نوم په تدریجي ډول له نڅا سره یوځای ځانونه لوڅوي څو مشتریان جلب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *