تاند- چین به تر ۲۰۲۲ پورې د نړۍ تر ټولو ستره د اوبو رسولو ټانکر الوتکه جوړه کړي.

سي این بي سي تلویزیون د دوشنبې په ورځ وویل، په چین کې دا جوړېدونکې الوتکه (AG600) نومېږي.

په (AVIC) کمپنۍ کې د دې الوتکې ډیزاینر هوانګ لینګکای وايي«موږ هڅه کوو چې تر ۲۰۲۱ م کال پورې د چین د هوايي چلن له چارواکو د دې الوتکې د الوتنو جواز ترلاسه کړو او تر ۲۰۲۱ م کال پورې دا الوتکه خپلو مشتریانو ته وسپارو.

(AG600) الوتکې، چې ۱۲ ټنه اوبه وړلی شي، اصلاً چین د خپل پوځ د مدرن کولو لپاره جوړوي.

دا الوتکه په ازمېښتي ډول د تېر کال په دسمبر کې والوزول شوه.

د دې الوتکې لویوالی د ۷۳۷ بوینګ هومره دی.

د دې الوتکې پر جوړولو ۸ کاله لګېدلي او ویل کېږي چې په ځنګلونو کې د لګېدلي اور د وژلو لپاره ډېرې اغېزمنې دي.

دا الوتکه، چې ۴ انجنونه لري، هم له مځکې او هم له اوبو الوتلای شي.

دغه راز په دې الوتکه کې ۵۰ تنه سپرېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *