تاند- چین د تایوان په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر پر تازه څرګندونو اندېښنه ښکاره کړه.
چین وايي، د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د څرګندونو په باب، چې وايي له تایوان سره د امریکا پر اړیکو بیاغور کوي، جدي اندېښنه لري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ نن دوشنبه وویل، د ټرمپ څرګندونو دا احتمال زیات کړی چې د چین او امریکا پر اړیکو بد اغېز وشي.
چین د تایوان ټاپو، چې مستقل حکومت لري، د خپلې خاورې برخه ګڼي.
امریکا له ۱۹۷۹ م کال راهیسي د واحد چین پالیسي غوره کړې او یوازې له پیکینګ سره دیپلوماتیکې اړیکې پالي.
خو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون /یکشنبه/ فکس نیوز تلویزیون ته وویل، تر هغو چې د سوداګرۍ په شمول یې له چین سره په نورو برخو کې معامله نه وي کړې، ځان د واحد چین پالیسۍ ته ژمن نه بولي.
«زه د واحد چین په پالیسۍ پوره پوهېږم، خو په دې نه پوهېږم چې ولي باید د (یو) چین پالیسۍ ته مقیده واوسو، مګر دا چې د سوداګرۍ په شمول چین په نورو برخو کې له موږ سره یوه معامله وکړي.»
ټرمپ همداراز وویل«نه غواړم چې چین ما ته دیکتې وکړي.»
ټرمپ دا خبرې څه باندې یوه اوونۍ وروسته له دې وکړې چې د تایوان ولسمشرې څای اینګ وین ته یې ټېلفون وکړ او د چین حکومت پرې سخت غوسه شو.
ټرمپ د ټایوان له ولسمشرې سره له ټلیفوني خبرو وروسته په ټویټر کې په یوه پیغام کې د چین له اقتصادي او پوځي پالیسیو شکایت وکړ.
ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې چین به په اسعارو کې د لاسوهنې د سرچینې په توګه معرفي کړي.
ډونالډ ټرمپ د خپل ټویټر په دې پیغام کې ویلي:
“ایا کله چې چین غوښتل د خپلو پیسو ارزښت ښکته کړې، زموږ موافقه یې وپوښتله؟ کله چې یې زموږ د محصولاتو پر واردولو سختې مالیې وضعه کړې او یا یې د چین د جنوبي سمندرګي په منځ کې ستر نظامي تاسیسات جوړ کړل، له موږ یې پوښتنه کړې؟ فکر نه کوم.”
د تایوان له ولسمشرې سره د ډسمبر په دویمه نېټه د ډونالډ ټرمپ غیرې معمول خبرو د پیکینګ ډیپلوماټیک اعتراض وپاروه.