تاند- د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کونګ ګژانویو دا وړاندیز د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته وکړ.
د چین د باندنیو چارو مرستیال وزیر د پیکینګ، کابل او اسلام اباد ترمنځ د دغو رېللارو د جوړېدو پر سر خبرو ته راوبلل.
دا خبره په کابل کې د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کانګ زینیو او ورسره پلاوی په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره د کتنې پر مهال پرون مازدیګر وکړه.
کانګ زینو وویل، افغانستان د چین د اقتصادي کمربند لپاره حیاتي ارزښت لري او د پیښور-کابل او کوټې د اورګاډي د کرښې او د سیمې د هیوادونو د اقتصادي همکاریو په اړه دې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ غونډې وشي.
ولسمشر اشرف غني د دې وړاندیز هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د اقتصادي دهلیزونو او همکاریو مذاکرات دې په سر کې درې اړخیز وي او بیا دې د تاجکستان، ترکمنستان او اوزبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا نور هیوادونه او ایران هم پکې شامل شي.
د چین د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په مشرۍ پلاوي وویل چې پیکنګ له افغانستان سره پر خپلو راتلونکو همکاریو فکر کوي او ډیر ژر به یې اعلان کړي.
دغه خبره کانګ زینیو تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره په خبرې غونډه کې هم وکړه او ویې ویل:
« د دواړو هیوادو اړیکي دوستانه او په ښو مناسباتو ولاړې دي او تمه ده چې په نژدې راتلونکې کې موږ په افغانستان کې د یو لړ پروژو شاهدان واوسو او چین به له افغانستان سره خپلې مرستې دوامدارې وساتي»
د چین پلاوي له ولسمشر اشرف غني، د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني او د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره د خبرو پر مهال د ترورزم ضد جګړې په برخه کې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ او ترهګري یې د سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ وباله.