تاند- د چین د شي آن ښار چارواکي وايي، د سیلانیانو لپاره په ټول هیواد کې یولک تشنابونه جوړوي.
شي آن د چین یو توریستي ښار دی او هر کال تر ۱۳۹ ملیونه زیات سیلانیان ورځي خو د ښار تشنابونه چټل او په بد حالت کې دي چې ډېر ګرځندویان دغه ښار ته له تګه راګرځوي.
دا ښار او لمنې یې تر ۸ ملیونه زیات نفوس لري.
د متحد چین د لومړنۍ امپراتوري (تراکوتا) د سرتېرو په زرګونو مجسمې په دغه ښار کې دي. دا اثار د یونسکو له لوري د نړیوال میراث برخه اعلان شوي او چین ته اکثره تلونکي ګرځندویان یې لیدو ته ورځي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین حکومت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ به د ګرځندوی پر صنعت تر ۲۹۰ ملیارد ډالره ولګوي.
په دې لړ کې د یولک تشنابونو جوړول او د موجودو تشنابونو د پاک ساتنې لپاره د زرګونو تنو کارکوونکو ګومارل د سیلانیانو د جذب لپاره د چین د پانګونې بېلګې دي.
د چین د ګرځندوی بهرنۍ څانګې ویلي چې سږ کال به ۵۷ زره عمومي تشنابونه جوړ کړي څو سیلانیانو ته اسانتیا رامنځته شي.
د ملګروملتو له شمېرو سره سم په ۲۰۱۵ م کال کې چین د توریزم له درکه ۱۱۴ ملیارد ډالره عاید ترلاسه کړ.