تاند- چین له افغانستان سره د تروریستي ضد استخباراتي همکاریو او ګډو پوځي تمرینونو په شمول ژورې پوځي اړیکې غواړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د چین یوه جګپوړي چارواکي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ته وکړه.

چین له پاکستان او امریکا سره په ګډه هلې ځلې کوي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي او په افغانستان کې وینه بهېدا پای ته ورسېږي.

د چین دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، د دغه هیواد د غښتلي مرکزي پوځي کمیسیون غړي فانګ فینګ هوۍ په پیکینګ کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته وویل چې د دوو هیوادونو وسله والو ځواکونو تل ښې اړیکې لرلي دي.

فانګ همداراز وویل، هیواد یې لېواله دی چې له افغانستان سره تروریستي ضد استخبارات، ګډ پوځي تمرینونه، د پوځي پرسونل روزنې او په نورو عملي برخو کې همکاري وکړي.

ده همداراز وویل، چین د دې لپاره چې په ګډه د سیمې سوله، ثبات او پرمختګ خوندي شي، د سیمې په کچه د تروریستي ضد میکانیزم د ودې غوښتونکی دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر فونګ ته وویل، افغانستان چمتو دی چې له چین سره د تروریزم پر ضد په مبارزه کې په ګډه کار وکړي.

د چین خبري اژانس سینهوا وايي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین د کورني امنیت له مشر مینګ جینژو سره هم پر تروریستي ضد همکاریو خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *