تاند، پنجشنبه، د جدي ۲۶مه: په پاکستان کې د چین سفارت خبر ورکړی چې د ګوادر بندر له لارې یې افغانستان ته د صادراتو لومړنۍ محموله رسېدلې ده.

د چین سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بلوچستان د ګوادر بندر له لارې یې له افغانستان سره سوداګري پیل شوې او تازه یې د سوداګریزو مالونو یوه کښتۍ ګوادر ته رسېدلې چې له هغه ځایه به په لاریو کې دغه توکي د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

افغان حکومت لا د دغې خبر په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي، ګوادر بندر په بلوچستان کې د پاکستان او چین په ګډه پانګونه جوړ شویدی چې چین په کې د افغانستان د شاملولو ډیره هڅه کوي، مګر افغانستان بیا له هند او ایران سره په ګډه د چابهار بندر بریالیتوب ته په تمه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *