تاند- د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د چین سفیر به نن (سې شنبه) په کابل کې د مالیې له وزیر اکلیل حکیمي سره د  مرستې سند لاسلیک کړي.

د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې موافقې پر اساس به چین خپل ګاونډي افغانستان ته ۷۲ ملیونه او ۵ سوه زره ډالر وړیا مرسته وکړي.

چین سره له دې چې اوس د نړۍ دوهم ستر اقتصادي قدرت ګڼل کېږي، له خپل ګاونډي افغانستان سره د پام وړ مرستې نه دي کړي خو په وروستیو کې د افغانستان په انکشافاتو کې د چین لېوالتیا زیاته شوې ده.

چین له افغانستان، امریکا او پاکستان سره د افغانستان په اړه په څو څلور اړخیزو غونډو او دغه راز له روسیې او پاکستان سره په درې اړخیزو غونډو کې ګډون وکړ.

چینايی چارواکو ویلي چې پاکستان ته د سړکونو د غځولو شبکه افغانستان ته هم رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *