تاند- د چین مرستیال ولسمشر او ورسره راغلي پلاوي نن په کابل کې له افغان چارواکو سره د امنیت، رغونې او تعلیم په برخو کې درې مهم یادښتونه لاسلیک کړل.
په دې یادښتونو کې افغانستان ته د څلورو امنیتي سکنرونو ورکول او په کابل کې د ۱۰ زره اپارتمانونو جوړول شامل دي.
د چین مرستیال ولسمشر لي یوانچاو په ارګ کې له ولسمشر غني سره له خبرو وروسته په یوه خبری غونډه کې حاضر شو.
غونډې ته ولسمشر غني وویل له امنیتي سکنرونو څخه به پولیس او د ملي امنیت ریاست په کابل ښار کې د خلکو او موټرو د سکن کولو لپاره کار واخلي.
ولسمشر غني همداراز وویل، د چین له لوري جوړېدونکي اپارتمانونه به د شهیدانو د کورنیو غړیو او دولتي مامورینو ته ورکړای شي.
د چین له لوري د ۱۰ زره اپارتمانونو پر جوړولو به (۵۰۰۰۰۰۰۰۰) چینايي ین چې (78897330.90) امریکايي ډالر کېږي، ولګېږي.
ولسمشر غني وویل، چین تېر کال ۳زره افغان محصلانو ته د سکالرشیپ ژمنه کړې وه او اوس یې ژمنه وکړه چې هر کال به ۵۰ افغانانو ته په چین کې د لوړو زده کړو لپاره سکالرشیپ ورکوي.
د چین مرستیال ولسمشر او ورسره ملګری پلاوی یې د افغانستان او چین د دوستۍ د شپېتمې کالیزې په درشل کې افغانستان ته راغلي دي.
ډېر ه ښه خبره خو پېشنهاد کوم رهبرې ته اول باېد بې سواده با سواده کړې چه خره مقام څخه انسانې مقام ارتقاه وکړې 2 غبداله غبداله باېد ولاړ شې چه باسواده شې چه تحلص په مغنه باېد پوه شې چه نوم څه مغنه لرې 3 دې ښځو لور ؛داس؛ واهلې باېد ځان چه انسان او ترمنځ فرق څه ته وايي مقصد مې اول خر دې اجراېه رېاست معاون دې او دې پېاده په رښته کې ولاړ شې چېن ته او بس