د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی کانګ

تاند- چین نن /دوشنبه/ هیله څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت، طالبان او نورې اړوندې خواوې به په لنډ وخت کې د افغانستان د سولې د خبرو د پیلولو لپاره په ګډه کار وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هونګ لي دا خبره نن په پیکینګ کې په یوه خبري غونډه کې د طالبانو له لوري د سولې په خبرو کې د نه ګډون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

چین د افغانستان د مسلې لپاره د سولې په څلور اړخیز ګروپ کې شامل دی.

هونګ وویل، چین د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې ملاتړ کوي او تل یې پر دې ټینګار کړی چې افغانان به د سیاسي دیالوګ له لارې خپل هیواد ته تلپاتې سوله راوړي.

ده همداراز وویل چې څلور اړخیزې ډلې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره مناسب شرایط برابر کړي او په دې برخه کې یې د نظرونو د یو کولو لپاره مثبت رول لوبولی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل چې هیواد یې د څلور اړخیزې ډلې د جوړېدو له پیله د پخلاینې پر بهیر ټینګار کړی دی.

هونګ زیاته کړه:«طالبان د افغانستان د سولې او پخلاینې د بهیر مهمه خوا ده. موږ هیله لرو چې ټولې خواوې به په ګډه کار وکړي، د یو بل اندېښنو او غوښتنو ته به پام وکړي او د سولې د خبرو د ژر پیلېدو لپاره به هڅې وکړي.»

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی دا هم وویل چې هیواد یې غواړي چې د افغانستان د یووالي او د اړوندو خواوو د ارادې پر اساس په افغانستان کې د سولې د خبرو په بیا پیلېدو کې رغنده رول ولوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *