تاند- چین یو وار بیا له امریکا وغوښتل چې د پاکستان ملي حاکمیت او د دغه هیواد مشروع اندېښنو ته درناوی وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندویې هوا چون اینګ دا غوښتنه یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د دغه هیواد د دولتي شورا جګپوړي غړي (یانګ جیه چي) د امریکا له باندنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سره په همدې اړه ټېلفوني خبرې وکړې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندويې نن /شنبه/ وویل«پیکینګ د افغانستان په اړه له امریکا سره د همکارۍ غوښتونکی دی خو د افغانستان په موضوع کې د پاکستان د مهم رول باید یو وار بیا یادونه وکړي.»
دې وویل چې د چین د دولتي شورا جګپوړي غړي یانګ جیه چي د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي دي.
دغه چینايي چارواکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن ته وویل چې د پاکستان مځکني حاکمیت او مشروع اندېښنو ته دې درناوی وشي.
د امریکا ولسمشر او نورو چارواکو ویلي چې نور د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو خوندي پناهځایونه زغملی نه شي.
چین ظاهراً وېره لري چې امریکا به د پاکستان پر خاوره حملې وکړي او له بلې خوا به د افغانستان په مسایلو کې د هند په زیات دخالت سره د پاکستان اندېښنې زیاتې کړي.
چین هم نه غواړي چې هند په افغانستان کې زیات دخیل واوسي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندویې د افغانستان او پاکستان په اړه د خپل هیواد د دریځ د تشریح کولو په مهال وویل«موږ د خبرواترو له لارې د روان کړکېچ پر دیپلوماتیک حل ټینګار کوو او نړیواله ټولنه هم باید د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.»
دې همداراز وویل، پیکینګ په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې له امریکا سره همکاري کوي خو پکار ده چې د پاکستان روا اندېښنې په پام کې ونیول شي.