تاند- چین یو نوی قدرت دی چې د افغانستان په لویه لوبه کې داخلېږي خو دا هیواد د افغانستان په جنګ کې نه بلکې په دغه هیواد کې د سولې د راوستلو په هلوځلو کې ونډه اخلي.

چین د افغانستان د حکومت له لوري په پیکینګ کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړي دي.

د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله د چین او طالبانو خبرو ته په اشارې سي این این تلویزیون ته وویل چینایانو موږ ته وویل چې دوی طالبانو ته وویل چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

«موږ دوی ته وویل چې له تاسو سره خبرې وکړي، دا خبره زموږ چینايي دوستانو راته وکړه. موږ یې هرکلی کوو.»

چین په افغانستان کې ډېره دلچسبي لري. دا هیواد غواړي د افغانستان په طبیعي زېرمو کې پانګونه وکړي.

دې هیواد د عینک د مسو کان قرارداد خپل کړی خو د ناامنۍ له کبله نه غواړي چې کار پرې پیل کړي.

د باوري سرچینو د راپور پر اساس د افغانستان حکومت چین ته ۳۰ ایغور تروریستان، چې په پاکستان کې روزل شوي ول، سپارلي دي.

د سیاسي چارو تحلیلګر احمد رشید وايي، چین له پاکستانه غوښتي چې په افغانستان کې سوله راولي.

احمد رشید وايي چې د طالبانو استازي دوه یا درې ځلي چین ته تللي او له چینايي چارواکو سره یې خبرې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *