افلاتون او ارسطو د یوه دولت لپاره د وګړود شمېره اندازه ټاکلی وه. افلاتون ویلي و چې د یوه دولت وګړي باید تر پنځه زره او څلوېښتو تنو زیات نه وي خو ارسطو بیا ویلي و چې د دولت د وګړو شمېر باید تر لسو زرو کم او تر سل زرو ډېر نه وي. د ارسطو په آند د هیواد د وګړو شمېر باید دومره کم هم نه وي چې خپلې اړتیاوې پوره نشي کړای او دومره ډېر هم باید نه وي چې تنظیمول يې ګران وي بلکه د وګړو ډېروالی باید دومره وي چې دولت خپلې اړتیاوې په پوره کړای شي او لږالی دي يې دومره وي چې په ښه ډول تنظمیم او قابو کړای شي.

داسې مالومېږي چې دې دواړو فیلسوفانو د یونان ښاري دولتونو، د دولتونووګړو او دهغوی اړتیاوو ته کتلي وه او بیا يې د نفوسو لپاره پورته اندازې ټاکلې وي او ددوي ددې اندازو د ټاکلو اړینه موخه هم ممکن چې د حکومت د چارو ښه تنطیم او تر ولس پورې سم لاسرسی وو.

چین او اچین دواړه د ددو سیمو نومونه دي. یو يې د نړۍ د هیوادونو تر ټولو ګن نفوسه هیواد دی او د نفوسو شمېر يې له یوه میلیارد څخه اوړي چې د اسیا په لویه وچه کې پروت دی او په نړی کې تر ټولو لوی اقتصادي ځواک دی. خواچین بیا د نړۍ د یوه غریب هیواد افغانستان په ختيځ کې د پراته ولایت ننګرهار  یوه نارامه ولسوالي ده. په  ګن نفوسه چین کې امن  ، سوله، سوکالي او خوشالي ده او وګړي يې په سولیزچاپیریال کې ژوند کوي  خو په اچین ولسوالۍ کې هره ورځ د میډیا له لارې اورو چې :

نن په اچین کي طالبانو …..
پرون په اچین کې داعش ……

 او سهار په اچین کې ملي اردو او پولیسو ………..

( ټولې د مرګونو ، جنګونو او خرابیو خبرې وي)

د هیوادونو لویوالي، ګڼو نفوسو او جفرایوي موقعیت ته په کتو سره موږ ویلي شو چې د یوه هیواد یا سیمې د وګړو د شمیر ډېروالی یا لږوالی او د مساحت اندازه د هغوی په سولیز ژوند دومره اغېز نه لري. بلکه اصل تاثیر د خلکو د ذهنیتونو د جوړولو دی. زموږ د حکومتونو په تاریخ کې یوه حکومت هم د خلکو افکارو ته توجه نه ده کړې او نه يې د ولس په ذهنیتونو کار کړی دی. په لیري پرتو سیمو او ولسوالیو کې خلکو د پرمختګ یو څرک هم نه دی لیدلی چې دوی محسوس کړی چې د دولت یو برخه دي او یو څوک شته چې دوی ته توجه کوي.

د حامد کرزي له انتقالي حکومته رانیولې بیا تر اوسه پورې په میلیاردونو ډالر په دې هیواد کې مصرف شوي خو په کلیو کې د خلکو ژوند تر پخوا هم خراب شوی. کلیو ته يې ګټه یواځې داده چې هره ورځ د بمیاریو، جنګونو او مرګنو شاهدان دي او د خوارۍ ګوله ورپسې زهر شوې ده. د ماشومان پر مخ يې د ښوونځیو دروازې بندې دي او د ناپوهۍ او جهالت ګراف ورځ تر بلې پورته روان دی.

 که حکومتونه ښه منظم میکانیزمونه ونه لري په عسکري او ملکې برخو کې ګټور پروګرامونه پلي نه کړي، د هیواد وګړو ته د سولیز ژوندانه تامینول خپله دنده او مسولیت ونه ګنې  او ورسره د خلکو په ذهنیتونو کار ونشي او حکومت د خلکو ستونزې جدي ونه ګڼې او اړتیاوي يې تر ممکنې اندازې پورې پوره نه کړای شي.  نو ولس به خامخا همداسې د هر چا ډول ته اتڼ وهي او لکه خام مال په ټيته بیه به پردیو مارکيټونو ته عرضه کېږي.

چین تر اچین لوی دی او د مقایسې وړ نه دي. خو زموږ فکرونه ډېر واړه دي که مو افکارو ته تغیر ورنګړ او په ذهنیتونو مو کار ونه کړ نو چین به تر اچین ووړ بولو او تل به په تورتمونو کې ژوند کوو.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *