تاند- چین غواړي په ۲۰۲۰ م کال اسمان ته یوه مصنوعي سپوږمۍ واستوي. دا سپوږمۍ به تر اصلي سپوږمۍ ۸ برابره ځلانده وي.
د اندیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا سپوږمۍ به د چین د یوه ښار دپاسه ۵۰ مایله لوړه ځای پر ځای شي.
د چین په جنوب کې د چنګدو ښار چارواکي وايي، دا سپوږمۍ به، چې رڼا یې تر اصلي سپوږمۍ ۸ برابره زیاته ده، د چنګدو ښار اسمان د شپې له لوري روښانه کړي او حتي د ښار شاوخوا به رڼه کړي.
چینايي چارواکو د دې طرحې په اړه ډېر جزییات نه دي وړاندې کړي خو ویلي یې دي چې د دې پروژې ایډیا یې له یوه فرانسوي هنرمن څخه اخیستې ده چې د هیندارو یو امېل یې د مځکې په شاوخوا کې انځور کړی و.
همداراز کلونه وړاندې روسي ساینسپوهانو په اسمان کې د سترو هیندارو د اېښودو په وسیله د نړۍ د ځینو ښارونو د روښانولو طرحه وړاندې کړې وه خو داسې ښکاري چې هغوی په دې کار کې بریالي نه شول.
د دې پلان پر اساس به د لمر رڼا د هیندارو په وسیله ځانګړو سیمو ته منعکس کېده.
د چین د چنګدو د فضايي مایکروالیکترونیک سیستمونو د ټکنالوژۍ او ساینسي څېړنو د مرکز ريیس (وو چونفندو) وايي، پر چنګدو ښار د مصنوعي سپوږمۍ د ځای پر ځای کولو پروژه مرسته کوي چې شپې رڼې وي. د ده په باور دا سپوږمۍ به له ۱۰ تر ۸۰ کیلومتره فضا روښانه کړي.
تراوسه څرګنده نه ده چې دا پروژه به کله عملي شي.
حاضردمه ساینسپوهان او څېړونکي په دې کار کوي چې ایا داسې سپوږمۍ پر څارویو او نورو ژوو منفي اغېز لري او که یې نه لري.